بلخ @ps
له فارياب ولايت څخه تښتول شوي اتیا ولسي وگړي خوشې شول
د فارياب ولايت د پوليسو دفتر د خبرپاڼې له مخې دغه کسان، چې په دوه موترو کې سپاره ول، د شنبې په ورځ ماسپښين مهال د قرمقول ولسوالۍ په جنگل سيمه کې د ميمنې او اندخوی پر لارطالبانو تښتولي وه.
د خبرپاڼې له مخې پوليسو ته له خبر رسیدلو وروسته دوی لاس په کار شوي او په دې توانیدلي، چې دغه اتیا يرغمل شوي کسان خوشي کړي.
د فارياب ولایت د پوليسو قومندان په وينا؛ وسلوال طالبانو يوازې شپږ کسان له خپل ځان سره وساتل، چې څلور يې بيا وروسته آزاد شول.
او س مهال يوازې دوه ولسي وگړي د طالبانو په بند کې پاتې دي.
طالبانو تر اوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
بل خوا د باميان ولايت يو شمېر اوسیدونکي په کابل کې راغونډ شوي او دغه ولایت ته د تلونکیو لارو له ناامنۍ يې سر ټکولی.
دوی وايي، په تېرو څو ورځو کې شاوخوا لس کسان د مخالفو وسلوالو له خوا تښتول شوي دي.