تازه خبرونه

له فالکن ۹ توغندي سره الوت یوه بېله تجربه وه – خلایان

Published

on

د فاکس – ۶ د څرګندونو له مخې؛ هغو خلایانو، چې د فالکن ۹ سپیس ایکس توغندی خلا ته توغولی ویلي؛ دا د نورو خلایي او فضايي الوتنو په پرتله ځانګړې الوت و.

دغه لومړنی الوت د می پر ۳۰ د فالکن ۹ توغندي پر مټ ډاګ هورلي او باب بهنکن تر سره کړی دی.

دغه خلایان او خلا ته تلونکي له دې مخکې په دوه خلايي ماموریتونو کې ملګري وه او د سپیس ایکس د آسانه توغندي په اړه د سترګو لیدلی حال داسې په ډاګه کوي:

ډاګ هارلي څرګنده کړې: زما په اند ترټولو غوره دا وه، چې مونږ د مرلین موټرو له کنټرولو سره ښه احساس کاوه. دا په رښتیا بې نیمګړتیاوو وه.

هغه زیاته کړې: ان اړتیا نه وه، چې چټکتیا وګورو. توغندي ته په لږه پاملرنه مونږ په آسانه  کولی شول ، چې لوری وپېژنو؛ نو، ځکه دا توغندی د الوت لپاره بشپړ دی.

د نوموي په وینا؛ هغه بل توغندی( خلایي شاټل) له هغې ځواکمنتیا برخمن و، چې توغول یې د لومړیو دوه نیمو دقیقو لپاره په ځانګړي توګه سوځیدنه لرله؛ خو په فالکن ۹ توغندي کې دا پړاو د ۹ ماشینونو په لرلو تر سره شو.

د هارلي د څرګندونو له مخې؛ دا الوت د خلایي شاټل په پرتله خورا آسانه  او روان و، چې لامل یې هم د میرلین موټرو کارول دي.

د فالکن ۹ خلایانو ويلي، له توغیدو وروسته دوه یم پړاو د لومړي هغه په پرتله یو څه سخت و.

باب بهنکن ویلي: یوازنی لوی توپیر له شته خوځښته و، چې د یو رښتیني توغندي له سپریدو څخه محسوس کیږي.

د راپور له مخې، ناسا اوسمهال له بوئینګ شرکت سره په همکارۍ کې د سټار لاینر ډبې او کپسول پر جوړولو کار کوي، چې سپرلۍ لري او تمه ده، چې د راتلونکي کال په پیل کې به وتوغول شي.

Trending

Exit mobile version