تازه خبرونه
له فساد سره دې معنا لرونکې مبارزه پیاوړې شي – د امریکا سفارت
په افغانستان د امریکا چارسمبالي راس ویلسن نن (چارشنبه د لیندۍ ۱۹) ویلي؛ هېواد یې په دې تمه دی، چې د افغانستان حکومت له فساد سره په مبارزه کې خپله ژمنه پیاوړې کړي.
د امریکا سفارت چارسمبالي د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په اړه څرګنده کړې؛ امریکا تمه لري، چې د افغانستان حکومت د روڼتیا او حساب ورکولو د لومړیتوبونو د پیاوړتیا لپاره خپلې ژمنې پلې او په فساد کې د ښکېلو ځواکمنو افغانانو د مجازاتو په اړه اړوند اصلاحات رامنځته کړي.
ویلسن زیاته کړې؛ د فساد پر وړاندې مبارزه باید داسې پایلې ولري، چې د خلکو او نړیوالې ټولنې ملاتړ خپل کړي.
ملګرو ملتونو ویلي؛ د( کرونا) پراخې ناروغۍ له کبله د رامنځته شوي اقتصادي بحران په بهیر کې له فساد سره مبارزه د تل په څېر اړینه ده. د اداري فساد د(نړیوالې) ورځې له کبله مونږ ټول( دولتونه، سوداګریز بنسټونه، مدني ټولنې او ټول ښکېل اړخونه) باید د حساب ورکولو د ودې لپاره ګډ کاري هوډ ولرو.
دغه څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې اوس هم افغانستان د نړۍ د فاسدو هېوادونو په نوملړ کې خپل ځای ساتلی دی.