سیمه ییز خبرونه

له فلسطینیانو پرته څوک د فلسطین د برخلیک پرېکړه نشي کولی

د بهرنیو چارو وزارت نن (چارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې هیڅوک د فلسطین د خلکو د برخلیک پرېکړه نشي کولی.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د فلسطینیانو د بې ځایه کیدو او په نورو هېوادونو کې د هغوی د میشتېدو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د بهرنیو چارو وزارت نن (چارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې هیڅوک د فلسطین د خلکو د برخلیک پرېکړه نشي کولی.

په دې خبرپانه کې راغلي: «اسلامي امارت باور لري، چې دا ډول پلانونه نه یوازې د صهیونیسټي رژیم د ناوړو موخو ښکارندویي کوي، بلکې د مسلمانانو د کرکې او په سیمه کې د کړکېچ د زیاتولو سبب هم ګرځي».

د خبرپاڼې له مخې؛ اسلامي امارت له نفوذ لرونکو او عدالت غوښتونکو هېوادونو څخه غواړي، چې د دا ډول دسیسو پر وړاندې متحد، عملي او پخپل وخت دریځ غوره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په یوه ګډه خبرې ناسته کې ویلي، چې امریکا د غزې تړانګې د “اوږدمهاله مالکیت” په لټه کې ده او غواړي، چې د غزې فلسطیني اوسیدونکي اردن، مصر یا نورو هېوادونو ته ولاړ شي او په دې هېوادونو کې ښکلي استوګنځایونه ولري.

Trending

Exit mobile version