لوبی
له فوتبال نړیوال جام څخه د پرتګال لوبډلې لرې کېدو د رونالدو خوب وتښتاوه
د پرتګال ملي لوبډلې ستوري کریستیانو رونالدو په قطر کې د ۲۰۲۲ ز. کال له نړیوال جام څخه د خپل هېواد د فوتبال ملي لوبډلې د وتلو په غبرګون کې ویلي، چې دې پېښې یې خوب وتښتاوه.
د پرتګال فوتبال ملي لوبډله له مراکش سره په سیالۍ کې ۱-۰ ماته شوه او د قطر له نړیوال جام څخه ووتله. دا وروستی نړیوال جام دی، چې د پرتګال ملي لوبډلې ستوری رونالدو په کې ولوبېده؛ خو له څه برخمن نشو.
نیمه پایلوبې ته د پرتګال فوتبال ملي لوبډلې د وتلو په غبرګون کې رونالدو په خپل اینستاګرام کې لیکلي: پرتګال ته په نړیوال جام کې د اتلولۍ ګټل زما د لوبو ترټولو لوی او خورا غوره خوب و. له نېکه مرغه ما د پرتګال د ملي لوبډلې لپاره ډېرې نړیوالې جایزې ګټلي؛ خو د فوتبال د نړۍ په سر کې د خپل هېواد نوم پورته کول زما تر ټولو لوی ارمان و. ما د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره سخته مبارزه وکړه. ما په تېرو ۱۶ کلونو کې د نړیوال جام ۵ لوبې کړي، ګولونه مې وهلي او تل مې د لوبغاړیو او د میلیونونو خلکو پر ملاتړ خپلې هڅې ترسره کړې دي.
د پرتګال فوتبال ستوري زیاته کړې: پخپل ټول وس د سیالۍ ډګر ته تلی یم او د بریاوو د لاسته راوړلو لپاره مې له مبارزې او هڅو ډډه نده کړې. زه یوازې غواړم ټول وپوهیږي، چې ډېر څه ویل شوي؛ ډېر څه لیکل شوي، ډېر څه اټکل شوي، خو له پرتګال سره زما ژمنې د یوې شېبې لپاره بدلې شوې ندي.
رونالدو دا هم ویلي: زه تل هغه څوک وم، چې د ټولو د موخې لپاره مې کار کاوه او هیڅکله مې خپلې لوبډلې، ملګرو او خپل هېواد ته شا نکړه. د اوس لپاره د ویلو ډېر څه نشته. له پرتګال او قطر څخه مننه. دا خوب تر هغې، چې روان و؛ ښکلی و.