سیمه ییز خبرونه
له فيس بوك څخه د قانوني گټې مسوده جوړيږي
فيس بوك په افغانستان كې اوږد عمر نه لري؛ خو اوس ترې ډېرخلك گټه اخلي.
د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژي وزارت د تكنالوژۍ رييس ايمل مرجان وايي:
څه باندې نيم ميليون افغانان له فيسبوك گټه اخلي او ورځ تر بلې دا شمېره د زياتيدو په حال كې ده؛ خو ځينې خلك له ټولنيزې شبكې څخه د نورو د ځورولو لپاره گټه اخلي.
نوموړى زياتوي، د راتلونكي كال د وري له مياشتې وروسته به هيڅوك ونه شي كړاى د فيسبوك له لارې په مستعارو نومونو سره يو چا ته سپكاوى وكړي.
د مدني ټولنو يو شمېر بنسټونو خپل نظريات دغې مسوده كې ليكلي، چې پر بنسټ يې له ټولنيزو شبكو څخه څارنه وكړي.
د افغانستان له آزادو رسنيو څخه د ملاتړ بنسټ (نى) رييس صديق الله توحيدي وايي:
په دې مسوده كې بايد د ځوانانو حق په پام كې ونيول شي.
دى له ځوانانو غواړي، چې هر څه ليكي بايد عاقلانه وي او اخلاق په پام كې ونيسي.
د مخابراتو وزارت وايي، د انترنت په اړه د معلوماتو لږوالى د دې سبب شوى، چې له انترنت او په ځانگړي توگه له فيسبوك څخه ناوړه استفاده وشي.
چارواكي وايي، په ۲۰۰۳م كال كې مخابراتو وزارت يوه مسوده جوړه كړې وه، چې تر ۲۰۱۳م كال پورې يي دوام درلود؛ خو اوس تكنالوژۍ پر مخ تللې او د فيسبوك كارونكي زيات شوي دي.