روغتيا
له قانون څخه د ملاتړائتلاف غړي ولسي جرگې ته راوگرځيدل
د دغه ائتلاف غړي وايي، چې:
د را گرځيدل يې د ولايتې شوراگانو د رييسانو په منځگړيتوب تر سره شوي. دا په دې معنا نه ده، چې دوى له خپلو پخوانيو غوښتنو تېرشوي دي.
د ولسي جرگې يو شمېرغړي د ياد ائتلاف يو شمېرغوښتنې د قانون خلاف گڼي .
د ټاكنو د خپلواك كميسيون له هغې پرېكړې وروسته، چې د ولسي جرگې د برحالو ۹ غړيو پرځاى يې ۹ نوي غړي وروپېژندل؛ له قانون څخه ملاتړ ائتلاف د اعتراض په ډول د ولسي جرگې په غونډو كې له گډون ډډه وكړه، خو له يوې مياشتې وروسته د ولايتې شوراگانو د رييسانو په منځگړيتوب يو ځل بيا د ولسي جرگې غوڼدو ته حاضر شول او د ولسي جرگې د رييس عبداروف ابراهيمي له لوري ورته ښه راغلاست وويل شو.
له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف له خوا د خپلو غوښتنوتكرار يو ځل بيا د ولسي جرگې د بلې اصلاح غوښتونكيو ډلې غبرگونونه را وپارول.
د ولسي جرگې غړي حاجي الماس د هرې پارلماني ډلې له خوا د ولسي جرگې د غونډو پريښودل د خلكو د غوښتنو خلاف كار وباله .
په همدې حال كې له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف غړې سيمين باركزى، چې د ټاكنو د خپلواكو كميسيون د وروستۍ پرېكړې له مخې د ولسي جرگې غړيتوب له لاسه وركړى؛ د ډوډى خوړلو د اعتصاب اوومه ورځ هم تېره كړه .
دا په داسې حال كې ده، چې د مشرانو جرگې يو شمېر غړيو، د مدني ټولنو د بشري حقونو خپلواك كميسيون رييسې سيما ثمر او يو شمېر سياسي شخصيتونو د ميرمن باركزۍ له خيمې ليدنه كړې .
ميرمن باركزى تېره اوونۍ له افغان ولسمشر حامد كرزي سره هم ليدلي، خو داسې ښكاري، چې يادې كتنې كومه پايله نه درلوده.