سیمه ییز خبرونه

له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف پيل شوى احتجاج دې پاى ومومي- اوريا خېل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسي جرگې يو شمېرغړيو له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف د پيل شوي احتجاج د پاى رسولو غوښتنه وكړه.

د دوى په ونيا:

د دغه ائتلاف پيل شوي  احتجاج په هېواد كې بحران زيات كړى دى.

د ياد ائتلاف غړي وايي، چې:

احتجاج د دوى حق دى، خو يو شمېركسان د دوى له احتجاجه ناوړه گټه پورته كوي.

د ولسي جرگې يو شمېرغړي وايي، چې:

له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف پيل شوي احتجاج د ولسي جرگې د غړيو ترمنځ اختلافونه ډېر كړي دي.

په ولسي جرگه كې د كابل  د خلكو استازى انور خان اوريا خېل په باور:

د ولسي جرگې په انگړ كې د خيمې درول  او بيا په كې د وكيلانو د وسله لرونكيو پلويانو راټلويدل د دغه بنست امنيت ته گواښ پيښ كړى دى او د ياد ائتلاف له خوا پيل شوى احتجاج  به ډېرې ناوړه پايلې ولري او ژر تر ژره بايد پاى ته ورسيږي.

د ياد ائتلاف غړي وايي، چې د دوى احتجاج د ولسي جرگې د حيثيت  ساتنې په موخه دې او هيڅوك هم نشي كولى، چې مخه يې ونيسي.

دوى د خپلو پلويانو په منځ كې د وسله والو كسانو شتون ردوي او وايي:

يو شمېركسان شته، چې غواړي د دوى له احتجاج څخه ناوړه گټه واخلي.

له قانون څخه ملاتړ ائتلاف تېره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د ولسمشر د هغه فرمان په غبرگون كې احتجاج پيل كړى، چې د ټاكنيزو ستونزو د هوارولو صلاحيت يې د ټاكنو خپلواك كميسيون ته وركړ.

دغه ائتلاف وايي، چې:

د ټاكنو د خپلواك كميسيون پر ريس فضل احمد معنوي فشار راوړل شوى، چې لږ تر لږه اووه لس برحال وكيلان د ولسي جرگې  وباسي.

د تېرې سه شنبې په ورځ د يادو وكيلانو زرگونو پلاويانو د ولسي جرگې په انگړ كې په راټوليدو سره د ياد  ائتلاف له احتجاج ملاتړ وكړ.

دغه ائتلاف د ټاكنو په پايلو كې هر ډول بدلون ردوي او خبر دارى وركوي، چې كه:

د دوى غوښتنو ته پام ونه شي؛ نو د ولسمشرۍ ماڼى او د ټاكنو د خپلواك كميسيون مخې ته به هم خپل احتجاج ته دوام وركړي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version