سوداگري

له قرقل څخه د پوستین جوړولو صنعت د له منځه تلو سره مخ دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د كسبګرو اتحاديه وايي، په افغانستان كې له قرقل څخه د پوستین او خولۍ جوړولو صنعت د له منځه تلو سره مخامخ دى.

د کسبګرو اتحادیه همدارنګه وایی، تېرو يوولسو كلونو كې په هېواد كې د قرقل پوستكي د پنځه سوو لويو او وړو توليدي كارخانو له ډلې يوازې شپاړس پاتې دي، له بلې خوا په كابل كې د پوستین او خوليو د جوړولو يو شمېر صنعت كاران د امنيت نشتوالى، د خلكو اقتصادي كمزورتيا او د بهرنيو سيلانيانو كمېدل د دغه صنعت د زوال لاملونه ګڼي.

خولۍ ګنډونكى حاجي محمد، چې خپل څلور لسيزې عمر يې د قرقل پست افغان صنعت ته وقف كړى دى وايي، له ټولو ستونزو سره سره تر اوسه هم داسې كسان شته، چې له قرقل څخه جوړ شوي خولې او پوستینونه كاروي.

خو د كسبګرو اتحاديه د قرقل صنعت حالت د اندېښنې وړ ګڼي. د دغه اتحاديې رئيس محمد حسن سپاهي وايي:

كه حكومت د قرقل صنعت ملاتړ ونه كړي تر راتلونكو څو كلونو پورې به دا صنعت هم د نورو اصيلو افغاني توليداتو په شان هېر شي.

د رسمي شمېرو له مخې قرقل پوست تر ۱۳۵۲ كلونو پورې د افغانستان دوهم لوى صادراتي توكى و، خو اوس ويل كېږي، چې په بهر كې د مناسب بازار د نشتوالي له امله د قرقل پوست صادرات لږ شوي دي.

Trending

Exit mobile version