نړۍ

له قزاقستان څخه د روسي پر مشرۍ د ځواکونو وتل پیل شول

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۳, ۱۴۰۰)

رویټرز څرګنده کړې؛ نن پنجشنبه د روسیې په مشرۍ سوله ساتي ځواکونه، چې تېره اوونۍ قزاقستان ته د خونړیو اعتراضونو د مخنیوي لپاره ځای پر ځای شوي وه؛ وتل پیل کړل.

د قزاقستان د دفاع وزارت مرستیال وزیر محمد جان تالاسوف د ډله ییز امنیت ټولنې د سرتېرو د وتلو پر مهال ویلي: ستاسو له راتګ مننه؛ د قزاقستان پوځ او امنیتي ځواکونو وکولی شول، چې د غلو د موندلو او نیولو په برخه کې خپله بېړنۍ دنده ترسره کړي.

په قزاقستان کې د پراخو اعتراضونو له ځپلو څو ورځې مخکې د قزاقستان ولسمشر قاسم جمروت توکایف له روسیې او د ډله ییز امنیت د تړون له سازمان وغوښتل، چې قزاقستان ته ځواکونه واستوي.

روسيې او د ډله ییز امنیت ټولنې څو نورو هېوادونو تېره اوونۍ قزاقستان ته دوه زره سرتېري ولېږل؛ خو توکايف تېره سې شنبه اعلان وکړ، چې د اړوند ځواکونو ماموريت بشپړ شوى او د پنجشنبې پر ورځ به له قزاقستان څخه په وتلو پيل وکړي.

د ډله ییز امنیت ټولنې چارواکو ویلي، چې د اړوند ځواکونو د وتلو بهیر به تر ۱۰ ورځو روان وي، چې بشپړېدل به یې د هوا له حالاتو او نورو پېښو سره پوره تړاو ولري.

Trending

Exit mobile version