پرمختګ او بشپړتیا

له كندز څخه تخار ولايت ته د ۲۲۰ كيلو وات برښنا د ليږد پروژه پاى ته ورسيده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

چارواكي وايي، له كندز څخه تخار ولايت ته د ۲۲۰كيلو وات برښنا د ليږدولو د پروژې كار پاى ته ورسيد. پر دې پروژې اته ويشت ميليون دالر لگيدلي، چې د آيسا پرمختيايي بانك وركړي دي.

د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال وايي، دا يوازې تخار ته اړوند پروژه نه ده، بلكې په نږدې راتلونكې كې به بدخشان ته هم وغزول شي.

د برښنا شركت رييس عبدالرزاق صمدي وايي، اړونده اداره كافي بوديجه په واك كې لري او په نږدې راتلونكې كې به د تخار مركز تالقان ښار ته برښنا ورسول شي.

بل خوا د تخار د برښنا مدير عبدالحميد وايي، چې تخار ته د برښنا په ليږد د برښنا د لگښت بيه هم را لويدلې ده.

په ولسي جرگه كې د تخار ځينې استازي پر دولت نيوكه كوي او وايي، چې كه د تخار له اوبو څخه سمه استفاده وشي، د دې ولايت له اوبو به نورو ولايتونو ته هم برښنا توليد شي.

دغو چارواكو په كندز كې د خان آباد د برېښنا بند، چې د امريكا په وړيا مرستو جوړ شوى و، پرانيست او يو زرو پېنځه سوه كورنيو ته يې برېښنا وركړه.

Trending

Exit mobile version