سیمه ییز خبرونه
له كندوز څخه تخار ته د وارداتي برېښنا غزول پيل شول
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
له كندوز څخه تخار ولايت ته د تاجكستان د وارداتي برېښنا د ليږد لپاره ۲۴۵ ستنو ته اړتيا ده، چې څه نا څه ۳۷ميليون دالر لگښت لري.
د تخار ولايت اوسيدونكيو د پروژې د كار پر پيليدو خوښي ښكاره كړې او وايي، چې دغه كار دې چټك تر سره شي.
چارواكي وايي، چې:
له كندوز څخه تخار ته پر ۲۴۵ ستنو ۲۲۰ كيلو وات برېښنا مزو غزول د دغه ولايت په درې برخو كې پيل شوي، چې ۸۰ كيلو متره واټن لري.
د تخار ولايت برېښنا شركت رييس محمد مومند وايي:
د دغې پروژې لومړني كارونه لس مياشتې وړاندې پيل شوي، چې د ستنو لگول او د مزو غزول يې يوه برخه ده.
د نوموړي په وينا، دغه پروژه د آسيايى بانك پر څه نا څه ۳۷ ميليون دالر مرستې پلې كيږي.
اوسمهال د تخار خلك له ديزلي جنراتورونو څخه گټه پورته كوي، چې يو كيلو وات برېښنا ورته ۴۰ افغانۍ پريوځي.