سیمه ییز خبرونه
له ليست څخه وېستل شوي كانديدان د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون اقداماتو ته هيله من دي
يو شمېر معترض احتمالي كانديدان وايي، د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون كولاى شي، د ټاكنو د خپلواك كميسيون له لاسه وتلى عزت پرځاى كړي. دوی وايي، ټولې هيلې يي د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون پورې تړلي.
اتلس ورځې كېږي، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون د راتلونكو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاكنو د نوماندانو لومړنى نوملړ خپور كړى دى، خو تر اوسه هم له دغه ليست څخه د وېستل شويو كسانو اعتراضونه او نيوكې دوام لري.
ځینې له لومړني ليست څخه ويستل شوي كانديدان د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون اقداماتو ته هيله من ښكاري.
ځينې نور معترضان وايي، چې د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون كولاى شي، د تاكنو د خپلواك كميسيون له لاسه وتلى عزت بېرته پر ځاى كړي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون د تلې پر دېرشمه د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاكنو د نوماندانو لومړنى ليست خپور كړ دغه ليست كې ولسمشريزو ټاكنو ته له ۲۶ ولاړو كسانو څخه يواځې لس په دې بريالي شول، چې لومړني نوملړ ته لار پېدا كړي او ۱۶ نور له ليست څخه وغورځول شول.
د پلان له مخې، ټاكل شوې د راتلونكو ټاكنو د كانديدانو وروستى نوملړ د لړم په ۲۵ خپور شي.