تازه خبرونه
له مهاجرینو سره کیدونکې مرستې دې پخپله مهاجرینو ته ورکړ شي
د مهاجرینو او راستنېدونکیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د مهاجرینو چارو وزارت چارسمبالي د مهاجرینو په برخه کې د اروپایي ټولنې له مرستو د مننې تر څنګ ویلي؛ له مهاجرینو سره کیدونکې مرستې دې پخپله مهاجرینو ته ورکړ شي او باید په بنسټیزو کارونو، سرپناه، کاري فرصتونو او اقتصادي ملاتړ کې ولګول شي.
تېره ورځ په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیرې ویرونیکا د مهاجرینو چارو وزارت له چارسمبالي خلیل الرحمن حقاني سره د مهاجرو پر اړوند ستونزو خبرې وکړې.
د مهاجرینو او راستنېدونکیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د مهاجرینو چارو وزارت چارسمبالي د مهاجرینو په برخه کې د اروپایي ټولنې له مرستو د مننې تر څنګ ویلي؛ له مهاجرینو سره کیدونکې مرستې دې پخپله مهاجرینو ته ورکړ شي او باید په بنسټیزو کارونو، سرپناه، کاري فرصتونو او اقتصادي ملاتړ کې ولګول شي.
دغه راز دواړو لوریو په پاکستان او ایران کې د افغان مهاجرو پر ستونزو، د جرمني او نورو اروپایي هېوادونو لخوا د مهاجرینو د جبري ویستلو یا نورو هېوادونو ته لېږدولو، داخلي بېځایه شویو او هغوی ته مرستو جلبولو خبرې وکړې.
ویرونیکا د مهاجرینو ستونزو ته لاسرسی د ټولو ګډ مسوولیت وباله او څرګندوي: مونږ د مهاجرینو او نورو اړمنو د لاسنیوي لپاره د ملګرو ملتونو له مرستندويه ادارو سره ١٢٥ میلیون یورو مرسته کړې ده او د کال ترپایه به ٣٦ میلیون نوره مرسته هم وشي.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو د یوه ګډ میکانیزم رامنځته کولو لپاره د ګډې تخنیکي کمېټې پر جوړولو هوکړه وکړه.
