تازه خبرونه

له ناټو سره د تړون لاسلیک د ناټو د راتلونکي روزنیز ماموریت لپاره تر ټولو بنسټیز شرط دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو پر مهال وېش د ټینګار ترڅنګ وایي، تر هغې چې افغان رهبران په خپلو کې سیاسي اختلاف حل نه کړي، له دغه هېواده د نړیوالو سرتېرو د وتو ځنډول به د دغه هېواد په امنیتي حالت اغېز ونه کړي.
په عراق کې امنیتي وضعیت ته په کتو د امریکا ولسمشر باراک اوباما باید د ۲۰۱۶ میلادي په وروستیو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو له سره غور کړی وای.
دا هغه استدلال و، چې په واشنګټن کې پدې وروستیو کې د قانون جوړوونکو لخوا په شدت سره وړاندې کېده، خو د ولسمشر اوباما لخوا رد شو.
نیویارک ټایمز په روانه اوونۍ کې د یوه رپوټ په ترڅ کې ویلي، چې په افغانستان کې د ټاکنیزو ناندریو له پاېته رسېدو پرته د امریکایي ځواکونو د وتل پر مهال وېش له سره کتنه د دې هیواد په روان وضعیت کوم اغېز نشي ښیندلی.
یو امریکايي چارواکی داسې وایي، دا چې ځینې خلک فکر کوي چې دغه کار وشي، پدې معنا ندی چې هېڅکله دې هم امریکايي سرتېري له افغانستانه ونه وځي. ولسمشر بارک اوباما وايي، دا په واقعیت کې یوه سیاسي جوړجاړي ته اشاره ده. د یوه سیاسي بهیر په نه شتون کې هغه څه چې موږ یې باید ترلاسه کړو، محدود دي.
خو یواځې د افغانستان د روان سیاسي کړکېچ حل او د راتلونکي ولسمشر مشخص کېدل د ټولو ستونزو حل ندی، د کابل-واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیک لومړنی سند دی د افغانستان راتلونکی ولسمشر یې باید پرې کار وکړي.
له بلې خوا، د ناټو سرمنشي انډرس فوګ راسموسن د بیلډ په نامه یوې المانۍ ورځپاڼې ته ویلي، د کابل واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته له ناټو سره د کابل د ورته تړون لاسلیک په افغانستان کې د ناټو د روزنیز ماموریت لپاره ترټولو لومړنی شرط دی.
هغه زیاتوي، اړینه ده چې تر هر څه مخکې لومړی د کابل واشنګټن امنیتي تړون او وروسته له ناټو سره د روزنیز ماموریت د پېلېدو لپاره یو تړون لاسلیک شي.
که څه هم راسموسن باور لري، چې دغه دواړه تړونونه به لاسلیک شي، خو خبرداری ورکوي، چې د نه لاسلیک په صورت کې به یې د روان کال ترپایه د ناټو د روزنیز ماموریت لغوه کېدل به یواځنی انتخاب وي.

Trending

Exit mobile version