تازه خبرونه

له نشه يي توکو سره د مبارزي وزیرې د ولسي جرگې قناعت ترلاسه نه کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسي جرگې (د شنبې په ورځ د وږي ۲۸) په هېواد کې د نشه يي توکو د زیاتوالي او پر نشه یی توکو د روږدو کسانو د زیاتوالي له کبله استجواب کړه.

د ولسي جرگې غړیو نیوکه وکړه، چي بخپلو چارو کې پاتې راغلې.

په ولسي جرگه کې د هلمند استازې نسیمه نیازۍ وایي، له مخدره توکو سره د مبارزي په ځای له مخدره توکو سره همکاري شوې ده. وزات دې خپله ستراتیژۍ بدله کړي، ټول پیسي د مبارزي په ځاي جیبونو ته ځي؛ نو څنگ به یې وده مهار شي.

د غزني استازې شاه گل راضایی وایي، هر ورځ د روږدو کسانو د زیاتوالي شاهد یو؛ تاسې ولاړ شئ وگورئ په کوتي سنگي کې خلک د روږدو کسانو د تدریجی مرگ شاهد دي؛ خو څو ک پاملرنه ورته نه کوي.

له نشه یی توکو سره د مبارزي وزیره دا اندېښنې په ځاي بولي او وايي، چې د پالیسۍ او ستراتیژۍ په جوړیدو به هڅه وشي، چې دا ستونزې له منځه یوسو؛ خو د بودجي نشتوالی لویه ستونزه ده.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیره وايي، چې نږدي ۱۳۲ ولسوالۍ د کوکنارو د کښت له خطر سره مخ دي.

له نشه یی توکو سره د مبارزي وزیره سلامت عظیمي وایي؛ زه له مخدره توکو سره د مبارزې هیله منه یم، تاسې له ما سره همکاري او لارښونه وکړي. زه د بودیجی له کموالي سره مخ یم .

د ولسي جرگې رییس عبد الروف ابراهیمي وایي، د پالیسۍ او ستراتیژۍ جوړیدلو د روږدو کسانو د ستونزو له پاره د حل لاره نده جوړ کړي. دا د حکومت دنده ده، چي په دي برخه کې لازم اجرات وکړي.

همداراز باز محمد احمد د کورنیو چارو وزارت له نشه یی توکو سره د مبارزي مرستیال او روغتیا وزیر استجوابیه غوندي ته نه وه راغلي، چې د غوندي له سخت غبرگون سره مخ شول.

ولسي جرگې پرېکړه وکړه، چې له اختر وروسته به د دوي د استجواب او استیضاح په اړه پرېکړه وکړي؛ خو له نشه یی توکو سره د مبارزي د وزیرې څرګندونو د ولسي جرگي د غړیو قناعت تر لاسه نه کړ.

خبریال: عبدالعزیز کریمي.

Trending

Exit mobile version