تازه خبرونه

له ننگرهار زندان څخه ۱۵۵ بنديان خوشې شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ننگرهار له عمومي زندان څخه د ولسشمر د ۱۶ گنې فرمان له مخې له سل ډېر بنديان خوشې شول.
د غويى په اتمه افغان ولسمشر حامدکرزي د مجاهدینو د برې د ورځې په ویاړ یو فرمان صادر کړ، چې له مخې یې هغه ټول بندیان خوشې کیږي، چې د بند موده یې له یو کال لږ وي او هغه، چې د بند موده یې له دې ډېره وي اویا سلنه بند ورته معاف کیږي.
د ننگرهار د عمومي زندان مسوول عبدالولي حصارک وايي:
د سې شنبې په ورځ( د غويى۳۰) د همدې فرمان پر بنسټ د ننگرهار له عمومي زندان څخه ۱۵۵بندیان آزاد شول، چې ۱۳۰ تنه یې سیاسي بندیان ول.
د نوموړي په وينا، د همدې فرمان پر بنسټ سلگونه نورو بندیانو ته د بند موده لږ شوې ده.
خوشې شوي بندیان د افغان ولسمشر له دې پرېکړې خوښ دي او وايي، د بند پرمهال پوه شو، چې د اوسني افغان دولت پرضد مو وسله واله مبارزه ناحقه وه.
د ننگرهار د استناف څارنوالۍ د نظارت مسوول څارنوال عبدالاحمد حیدري وايي:
په پراخه کچه اداري فساد عدلي او قضایي ادارې زيانمنې كړي دي.
دی وايي، د لوړپوړيو چارواکو فساد د دې لامل شوی، چې د دغه ډول پرېکړو له کبله به د هېواد امنیت نورهم خراب شي.
له دې وړاندې د همدې فرمان له مخې د یو شمېر نورو ولایتونو له زندانونو څخه هم سلگونه سیاسي بندیان آزادشوي.
دمگړۍ د ننگرهار په زندان کې ۱۶۳۵تنه بندیان دي، چې ۲۵ يې میرمنې او پاتې نور نرینه دي، چې ډېر یې سیاسي بندیان دي.

Trending

Exit mobile version