سیمه ییز خبرونه
له نړيوالې ټولنې سره د افغانانو د اړيكو د خرابولو هڅې به افغانستان بحران ته ور ټيل وهي
د ولسمشريزو ټاكنو كانديد ډاكتر عبدالله عبدالله وايي، چې د ټاكنو برخليك د ټاكنيزو بنسټونو په لاس كې دى. هغه له افغان ولسمشر حامد كرزي څخه په ټاكنو كې د نه لاسوهنې د غوښتنې تر څنګ زياتوي، چې د ولسمشر كرزي لخوا له نړيوالې ټولنې سره د افغانانو د اړيكو د خرابولو هڅې به افغانستان بحران ته ور ټيل وهي.
د ولسمشريزو ټاكنو يو شمېر كانديدان را ټول شوي، چې د دريم ځلي ولسمشريزو ټاكنو د شفافو تر سره كېدو لپاره لارې چارې ولټوي.
د دوی په باور افغانستان له يوه داسې كړكېچ سره مخامخ دى، چې سرخوږى يي جوړ كړى دى.
دوی وايي، يواځې د كانديدانو ائتلاف او د سياسي څېرو هڅې كولاى شي په ټاكنو كې د درغليو او د دې بهير پر وړاندې د وسله والو طالبانو د بريدونو مخه ونيسي.
خو د ولسمشريزو ټاكنو كانديدان ډاکټر عبدالله عبدالله او ګل آغا شېرزی د نړيوالې ټولنې او ولسمشر حامد كرزي تر منځ اړيكو كې كړكېچ د افغانستان د راتلونكې لپاره خطر جوړونكې بولي.
دوی له ولسمشر كرزي غواړي، چې په ټاكنو كې له لاس وهنو ډډه وكړي او د وزيرانو هڅونه، څو له مشخصو كانديدانو څخه ملاتړ وكړي، هم بايد تر سره نه كړي.
صلاح الدين رباني د سولې د عالي شورا رئيس په دې اند ده، چې افغانستان په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ كلونو كې په نسبې سولې لاس رسى موندلى و، خو دولت يي ساتنه كې پاتې راغى.
د هغه په باور څو پورې، چې د افغانستان له پولو بهر له بنسټ پالنې سره مبارزه ونه شي، د خبرو ميز ته به د طالبانو د حاضرولو هڅه پاېله ورنكړي.
د هرې ورځې په تېرېدو سره افغانستان د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاكنو ته ور نږدې كېږي، خو د طالبانو ګواښونو پر دې بهير سيورى غوړولى او باور كېږي، چې زياتو سيمو كې بۀ ټاكنې په امن كې تر سره نه شي.