تازه خبرونه

له نړیوال بانک سره مو د بانکي ستونزو پر لرې کولو خبرې پیل کړي – حکومت

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۳, ۱۴۰۱)

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي؛ له نړیوال بانک سره یې خبرې پیل کړي، چې د افغانستان د بانکونو ستونزې اوارې او چارې یې ډاډمنې کړي.

د صنعت اوسوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ويلي: د اسلامي امارت یوه پلاوي له نړیوال بانک سره خبرې پیل کړي، چې د افغانستان د خصوصي بانګونو ستونزې حل کړي. په دې  برخه کې ستونزې جدي ندي.

نورالدین عزیزي وایي: له نړۍ سره زمونږ ستونزې تر ډېره اوارې شوي؛ خو دا، چې خصوصي بانکونه ولې بانکي خدمات نه وړاندې کوي، دا د دوی خپله خوښه ده.

بل لور ته  د خصوصي  سکتور غړي  له نړۍ  سره د اقتصادي اړیکو په تنظیم  کې د بانکي ستونزو له امله سرټکوي او وایې: که د افغانستان اسلامي امارت وتوا نیږي، چې د نړۍ  له بانکونو سره د افغانستان بانکي ستونزې اوارې کړي؛ په هېواد کې به په خوراچټکۍ سره اقتصادي ماشین فعالیت پیل کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی زیاتوي: په تېر کې زمونږ بانکي اړیکې له نړۍ سره خورا زیاتي فعالي او چټکې وي؛ خو له یو کال راپدیخوا زمونږ بانکي ستونزې زیاتې شوي او مونږ حتا د نړۍ  له شرکتونو هم خریداري نشو کولی.

د صنعتکارانو د ټولنې رییس عبدالجبار ساپی وایي: زمونږ بانکي ستونزو د افغانستان پر ټول اقتصادي سیستم منفي اغېزې لري. هیله لرو، چې دا ستونزه مو تر یوه بریده په بېړه حل شي. دا به مو د هېواد اقتصاد ته مثبته ګټه ولري.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده څرګنده کړې: تر هغې، چې د نړۍ له  بانکونو سره مو اړیکي تنظیم نشي؛ زمونږ ستونزې نشي حل کیدای. زمونږ تجارت له نړۍ سره ټول بانکي دی او زمونږ بانکونه اوس هم له ستونزو سره مخ دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم  د افغانستان  له اسلامي امارته غواړي، چې له نړیوالې ټولني سره د بانکي  ستونزو د اواري لپاره چټکې هحې وکړي.

دوۍ  زیاتوي ترهغې، چې بانکي ستونزې له نړۍ سره حل نشي په هېواد کې پانګونه او اقتصادي پراختیا ناشونې ده.

Trending

Exit mobile version