تازه خبرونه

له نږدې دوه کلونو ځنډ وروسته په کابل کې د مهاجرت نړیوالې ټولنې دفتر پرانیستل شو

Published

on

د مهاجرت نړیوالې ټولنې (IOM) له نږدې دوه کلونو ځنډ وروسته په کابل هوايي ډګر کې د خپل دفتر پرانیسته وکړه.

باختر دولتي خبري آژانس د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې څرګنده کړې، چې د مهاجرت نړيوالې ټولنې دفتر د چارشنبې پر ورځ ( د زمري ١٨ ) په کابل هوايي ډګر کې پرانستل شو.

په یاده خبرپاڼه کې راغلي، چې سر له نن څخه به د راستنیدونکیو د ثبت چارې په ګډه د الوتنو له لارې ترسره کېږي.

تر اوسه معلومه نه‌ده، چې د مهاجرت نړیواله ټولنه به له راستنیدونکیو افغانانو سره مالي مرسته وکړي او که نه!

په کابل هوايي ډګر کې د دې ادارې دفتر د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو پر مهال سخت ویجاړ شو او اوس له بیارغونې وروسته فعال شو.

Trending

Exit mobile version