کوید۱۹
له نیمایي ډېر امریکایان پر کرونا ویروس اخته دي
په ټوله امریکا کې شاوخوا ۵۸ سلنه وګړي او له ۷۵ سلنې ډېر لږ عمر لرونکي ماشومان پدې ناروغۍ اخته شوي دي.
د امریکا د ناروغیو د څارنې او مخنیوي مرکزونو لخوا ترسره شوې څېړنه ښيي، چې په دې هېواد کې له نیمایي ډېر وګړي لږ تر لږه یو ځل پر SARS-CoV-2 ویروس باندې اخته شوي دي.
د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په ډسمبر کې د اومیکرون له رارسیدو مخکې د امریکا یو پر درېیمه برخه وګړيو د پخواني SARS-CoV-2 انفیکشن نښې لرلې.
د نویو معلوماتو له مخې، پر اومیکرون د هر عمر ګروپ اخته شوی؛ خو ماشومان او تنکي ځوانان، چې ډېري یې واکسین شوي ندي، د انفیکشن لوړه کچه لري. په داسې حال کې چې د ۶۵ کلنو او له دې پورته عمر لرونکي خلک، چې پوره واکسین شوي؛ لږ پر کروانا اخته دي.
د متحده ایالاتو د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو مشر ډاکټر روچیل والنسکي خبریالانو ته ویلي، چې په امریکا کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی، چې یوازې تېره اوونۍ ۲۲ اعشاریه ۷ سلنه ډېر شوي، چې په ورځ کې ۴۴۰۰۰ ته لوړیږي. دغه راز په روغتون کې د دویمې اوونۍ لپاره په بستر کې پاتې کېدل ۶ اعشاریه ۶ سلنه ډېر شوي دي.
دغه راز د مړینې کچه په یوه اوونۍ کې ۱۳ اعشاریه ۲ سلنې ته راکښته شوې؛ خو ټولشمېر یې یو میلیون ته نږدې کیږي.
د راپورونو له مخې د امریکا له ۶۶ سلنې څخه ډېر وګړي د کرونا پر وړاندې بشپړ واکسین شوی او نږدې ۴۶ سلنه خلکو تقویتي واکسین تر لاسه کړی.