تازه خبرونه

له هند څخه غچ اخیستنې ته چمتو یوو – انوش دستګیر

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۷, ۱۴۰۱)

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکي انوش دستګیر ویلي، چې د دې لوبډلې کیفیت ښه شوی او د آسیا کپ سیالیو وروستي پړاو ته هم بشپړ چمتووالی لري.

انوش دستګير نن سې شنبه د هانګ کانګ پر وړاندې د دې سياليو له لومړۍ لوبې يوه ورځ مخکې په يوه خبري ناسته کې ویلي، چې د هېواد ملي لوبډلې په تېرو څلور کلونو کې ډېرې روزنیزې هڅې او سيالۍ ترسره کړي او هیله من یوو، چې په آسیا جام کې له ګډون برخمن شوو.

ده د هند پر وړاندې د شنبې د ورځې د لوبې په اړه ویلی، چې هند د افغانستان پر وړاندې په خپلو تېرو دوه لوبو کې ښه چانس درلود او ډېر خوښ و.

هغه وایي: مونږ دا ځل د انتقام لپاره راغلي یوو.

انوش دستګیر څرګندوي؛ مونږ هند ښه بېژنو. په وروستیو کلونو کې مونږ له دې لوبډلې سره لوبې کړي، چې دوه لوبې یې د نړیوال جام او آسیا جام د غوراوي لوبې وې. زما په اند، مونږ دوی ښه پېژنو او دوی زمونږ لوبډله ښه پېژني. زه فکر کوم، چې لوبه به ډېره ښه وي.

افغان لوبډله د آسیا جام سیالیو ته د لار موندنې لپاره له هانګ کانګ، هند او کمبودیا سره په ورته ګروپ کې ده.

د دغو سیالیو په وروستي پړاو کې به ۲۴ لوبډلې ګډون وکړي، چې یوازې ۱۱ لوبډلې به دغو سیالیو ته لار پیدا کړي. دغه لوبډلې پر شپږ ګروپونو وېشل شوې دي.

هره لوبډله به یو ځل له خپلو ټولو ګروپونو سره سیالي کوي او هغه لوبدلې، چې په خپلو ګروپونو کې لومړی او دوه یم ځای ولري د ۲۰۲۳ آسیا کپ ته به لار ومومي.

انوش دستګیر ویلي: زه صادقانه ویلای شم، چې مونږ په ګروپ کې لومړي مقام ته راغلي یوو، نه دوه یم، درېیم او آسیا کپ ته به هرو مرو لاترمومو.

Trending

Exit mobile version