تازه خبرونه

له هېواده د وتلو لپاره اوس هم خلک د هوایي ډګر د دروازو تر شا راټول شوي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲, ۱۴۰۰)

که څه هم د کابل هوایي ډګر دروازې د بهرنیو ځواکونو لخوا تړل شوي؛ خو اوس هم خلک د دې دروازو تر شا راټول شوي او له هېواده د وتلو هڅې کوي.

له تېرو څو ورځو راپدیخوا د کابل هوایي ډګر په شاوخوا کې د خلکو ګڼه ګوڼه د نړۍ او افغانستان د رسنیو د خبرونو سر ټکی جوړ شوي. د دې کسانو په شمېر کې هره ورځ ډېروالی راځي؛ که څه هم پوهیږي، چې هیڅ هېواد یې له سند پرته له افغانستان نه وباسي. هغه کسان، چې له افغانستان څخه د وتو اسناد هم لري وایي؛ بې اسنادو کسان دغلته راځي، راټولیږي او سند لرونکیو ته اجازه نه ورکول کیږي، چې هوایي ډګر ته ننوځي.

ډېری هېواد وال، چې سندونه لري او غواړي، چې له هېواده بهر شي، د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته دننه کېدی نشي

یو شمېر نور کسان، چې هوایي ډګر ته ننوتي هم دي، له څېړنو وروسته د سند د نشتوالي له کبله بېرته وېستل شوي دي.

د کابل اوسیدونکی صمیم نومی وایي: اسناد راسره شته؛ خو اجازه نلرو، چې هوایي ډګر ته وردننه شو.          کابل اوسیدونکی هارون وایي: مونږ پوره اسناد لرو؛ کله مو یوې دروازې ته لیږي او کله هم بلې ته.           

ډېري خلک، چې د کابل هوایي ډګر شمالي دروازې پر لوري ور مات شوي؛ سند نلري او حتی ځینې کورنۍ څو ورځې کیږي، چې دغلته یې خیمې وهلي، خو نشي کولی ډګر ته وردننه شي.

احمد نوید د مارشال فهیم پوهنتون استاد درې ورځې کیږي، چې د کابل هوایي ډګر د شمالي دروازې شاه ته یې له خپلې کورنۍ سره کېږدۍ وهلې وایي، چې د پوځیانو بیا روزلو لپاره هیله نلري او اوس له هېواده د وتو په فکر کې دی.

دغلته نورې جالبې کیسې هم شته، چې اوبو پلورونکیو د اوبو پر بوتلونو د جرمني او کاناډا نومونه ایښي دي.

د کابل هوایي ډګر شمالي دروازه څلیریشت ساعته کیږي، چې تړلې او هیڅوک ندی توانیدلي، چې هوایي ډګر ته ننوځي؛ خو داسې کسان هم شته، چې له دې ځایه ویستل شوي، یوشمېر شته او په تمه دي، چې هوایي ډګر ته ننوځي.

Trending

Exit mobile version