تازه خبرونه
له واشنګټن او ناټو سره د امنیتي همکاریو تړونونه لاسلیک شول
د کابل واشنګټن او کابل ناټو تر منځ د امنیتي همکاریو سندونه لاسلیک شول. ولسمشر اشرف غني احمدزی وایي، دواړه دا سندونه د افغانستان په ګټه دي، او هغه ګډ خطرونه، چې افغانستان او نړۍ ته ګواښ پېښوي، د دې تړونونو د لاسلیک سبب شوي.
له اوږدو ناندریو وروسته د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي او دفاعي هوکړه لیک لاسلیک شو.
همداراز افغان حکومت له ناټو سره یو بل تړون هم لاسلیک کړ. د امریکا له لوري په کابل کې د دې هېواد سفیر، د ناټو له لوري د دې تړون استازي او د افغانستان له لوري د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار دا تړونونه لاسلیک کړل.
ولسمشر اشرف غني احمدزی وایي، د دې تړونونو په لاسلیک سره افغانستان خپل ملي حاکمیت په اساسي توګه تر لاسه کړ.
د کابل –واشنګټن تر منځ د امنیتي هوکړه لیک له مخې به امریکا له ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان کې نهه زره اته سوه سرتېري پرېږدي، چې د ولسمشر په وېنا، هغوی به د افغان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره کار کوي.
ښاغلی احمدزی وایي، وروسته له دې به نړیوال ځواکونه مقدسو ځایونو او د خلکو کورونو ته نه ننوځي او مرستې به یې تر ډېره د افغانستان د بودجې له لارې لګول کېږي.
د هغه په وېنا، نړیوال ځواکونه له پوځي ځواک څخه د استفادې حق نه لري او د افغانستان د قوانینو له مخې به کار کوي.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي، دا تړون د افغان حکومت د اړتیاو په بنسټ لاسلیک شوی دی.
په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کیننګهم وایي، دوی له افغان ځواکونو سره مرستو ته ژمن دي او دا هوکړه لیک د دوی د حضور څرنګوالی مشخصوي.
بلخوا د ناټو او کابل تر منځ هم امنیتي سند لاسلیک شو. د ناټو استازي مورتیس یوخیمز د دې سند له لاسلیک وروسته وویل، نوی ماموریت به یې جګړییز نه وي.
افغان حکومتي چارواکي وایي، دا تړونونه د پخواني ولسمشر او نورو چارواکو له خوا په دقت سره څېړل شوي او د افغانستان په ګټه دي.
ولسمشر اشرف غني وایي، دا تړون هېڅکله دوی ته خطر نه پېښوي.