سیمه ییز خبرونه

له واشنگتن سره دې امنيتي تړون لاسليك شي- د المان دفاع وزير

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امريكا ملاتړي يو په بل پسې د دغه تړون د نه لاسليكيدو له كبله انديښنه لري.

د المان  دفاع وزير افغانستان ته راغلى او لومړى غوښتنه يې همدا ده، چې د افغانستان او امريكا تر منځ امنيتي تړون بايد لاسليك شي.

د آلمان دفاع وزير توماس دی مایزیری په مزار شريف كې له الماني سرتېرو د ليدنې پر مهال وويل، چې د امنيتي تړون په لاسليك كې ځند د افغانستان په گټه نه دى.

دغه راز نوموړى امريكا ته خبردارى وركوي، چې پر افغان ولسمشر د زيات فشار راوستل به د امنيتي تړون د لاسليكولو بهير ټكنۍ كړي.

د آلمان دفاع وزير توماس دی مایزیری وايي:

په تمه يم، چې د افغانستان او امريكا تر منځ امنيتي تړون ډېر ژر لاسليك شي. مونږ هر ډول انتخاب ته چمتو يو. د نړيوالو سرتېرو ميشت كيدل او د دوى ليږدول يو وړاندې جوړ شوي پروګرام ته اړتيا لري.

د آلمان دفاع وزير له ۲۰۱۴ م كال وروسته پوځي پروگرام جوړونه پيچلي بولي او وايي، چې:

امنيتي تړون بايد له ټاكنو وړاندې لاسليك شي، چې نړيوال ځواكونه په افغانستان كې خپل پروگرامونه تنظيم كړي .

افغان ولسمشر حامد كرزي د روانې مياشتې په ترڅ كې د پاكستان ، ايران او هندي چارواكو سره، چې د افغانستان نږدې گاونډ هېوادونه بلل كيږي په دې اړه ليدنې كړې دي .

المان اوس مهال په افغانستان كې درې زره درې سوه سرتېري لري او ژمنه يې كړه، چې له ۲۰۱۴ م كال وروسته به يې په افغانستان كې اته سوه سرتېري پاته شي.

Trending

Exit mobile version