تازه خبرونه

له واکسین وروسته ۱۱ تړلي پوهنتونونه پرانیستل کیږي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۶, ۱۴۰۰)

د یوولس ولایتونو پوهنتونونه به لس ورځې وروسته خپلې حضوري زدکړې په دې شرط پیل کړي، چې پر استادانو او زدکړیالانو د کرونا واکسین پلي شي.

د هېواد پوهنتونونه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي ره دلیل ځنډیدلي وه؛ نو د کرونا واکسین له پلي کېدو سره به په کابل، کندوز، نیمروز، دایکندي، بلخ، بادغیس، کندهار، نورستان، سمنګان، پنجشېر او جوزجان ولایتونو پوهنتونو کې به حضوري زدکړې پیل شي او نور به پوهنتونونه پرانیستي وي او بیا به ونه تړل شي.

د لوړو زدکړو وزیر وایي، که ټول محصلین واکسین شي، ټول پوهنتونونه به پرانیستل شي.

د لوړو زدکړو وزیر عباس بصیر وایي: مونږ د لوړو زدکړو له ټولو حکومتي او خصوصي بنسټونو غواړو، چې کرونا ویروس واکسین تر پوښښ لاندې راشي. که ټول اړوند ولایتونه تر راتلونکیو ۱۵ ورځو پورې واکسین شي؛ نو شوني ده، چې د زمري تر ۱۶ د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې درسونه پیل شي. د پوهنتونونو استادان او زدکړیالان دې ځانونه واکسین کړي او دا فرصت دې له لاسه نه ورکوي.              

ځینې محصلین وایي، چې د کرونا څپې د زدکړو بهیر درولی و او اړتیا ده، چې ټول محصلین واکسین شي، چې د زدکړو بهیر په ټولو پوهنتونونو کې په عادي ډول روان وساتل شي.

زدکړیال احمد رویین کمال زاده وایي: واکسینو اته چمتووالی لرو؛ ځکه د قرنطین په پړاو کې له زدکړو لرې وو. واکسین مو نه یوازې روغتیا ته ګټه رسوي، بلکې زدکړو ته زمینه برابرولی شي.

د لوړو زدکړو وزارت ټولو محصلینو ته خبرداری ورکوي، چې که د کرونا واکسین وانخلي؛ د پوهنتونو ټول امتیازات به د لیلیو د آسانتیاوو په ګډون له لاسه ورکړي.

Trending

Exit mobile version