تازه خبرونه

له وتلو یو کال وروسته ۵۰ سلنه امریکایان د افغانستان جګړه تېروتنه بولي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۰, ۱۴۰۱)

د ګالوپ بنسټ د څېړنو له مخې؛ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو یو کال وروسته ۵۰ سلنه امریکایان وايي، چې امریکا دغه هېواد ته د سرتېرو په لېږلو کې تېروتنه کړې.

د ګالوپ څرګندونې ښیي، چې د نظرونو دا وېش او اختلاف په تېرو دوه ټولپوښتنو کې هم ښکاره و، چې له شاتګ مخکې او وروسته تر سره شوې دي.

د دغې سروې له مخې؛ ۵۸ سلنه دیموکرات رای ورکوونکي او ۵۳ سلنه خپلواک رای ورکوونکي په دې باور دي، چې د افغانستان اشغال (جګړه) یوه تېروتنه وه. له بلې خوا، یوازې ۳۷ سلنه جمهوري غوښتونکي رای ورکوونکي له دې نظر سره موافق دي.

دا احصائیه څه نا څه په تېرو شل کلونو کې د نورو څېړنو له پایلو سره ورته ده.

په ۲۰۲۱ کې په هرو څلور کسانو کې یوازې یو جمهوري غوښتونکي په افغانستان کې د برید مخالفت وکړ.

دا سروې د ۲۰۲۲ کال د اګست لهلومړۍ1 څخه تر ۲۳ پورې د امریکا په ۵۰ ایالتونو او د کولمبیا په ولسوالۍ کې د۱۰۰۶ امریکایي لویانو ترمنځ ترسره شوې ده.

د افغانستان په جګړه کې امریکا له دوه تریلیون دالرو ډېر لګښت درلود.

په افغانستان کې د امریکا د لګښتونو په تړاو په دې وروستیو کې براون پوهنتون په یوه هر اړخیزه څېړنه کې اټکل کړی، چې دغه هېواد په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان په جګړه کې، چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له ۱۱مې پیل شوې؛ ټولټال ۲.۲۶ تریلیون دالر لګولي دي. دا په دې معنا، چې په دې جګړه کې د امریکا د ورځې ۳۰۰ میلیون دالره لګښت راغلی او په افغانستان کې یې د سړي سر لګښت ۵۰ زره دالره دی.

په دې څېړنه کې راغلي: په افغانستان کې د ۲.۲۶ زره میلیارد دالرو په لګښتونو کې له ۸۰۰ میلیارد دالرو څخه زیات د مستقیمو جګړو لګښتونه او له ۸۵ میلیارد دالرو څخه زیات د افغان پوځ د روزنې په برخه کې لګول شوي دي.

له افغانستان څخه د امریکا او د هغه د متحدینو د وتلو د لومړۍ کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر څرګنده کړه، چې په افغانستان کې نږدې ۲۵ میلیون وګړي په مطلقه بېوزلۍ کې ژوند کوي او ښايي نور ۹۰۰ زره کاري فرصتونه له لاسه ورکړي.

Trending

Exit mobile version