تازه خبرونه

له وسله والو طالبانو سره د سولې له پاره تګلاره مشخصه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په اسلام اباد کې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو تګلاره مشخصه کړه.

 د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مسولین وايي چې د همدغې تګلارې له مخې به د فبرورۍ تر میاشتې له وسله والو مخالفینو سره د سولې عملي او مخامخ خبرې پیل شي.

د افغانستان د بهرینو چارو وزارت وايي تمه کېږي چې د فبروري د میاشتې تر پایه به د افغان حکومت او طالب ډلو تر منځ مستقیمې خبرې اترې پیل شي. خو سیاسي کارپوهان د پاکستان پر صداقت د شک په څرګندولو سره وايي چې امریکا او چین باید پر پاکستان فشار واچوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغانستان، امریکا، چین او پاکستان په درېيمه څلور اړخیزه غونډه کې د سولې د لارې نقشه او تګلاره وروستۍ کړه. په دې نقشه کې ټینګار شوی چې باید تاوتریخوالی پرېښودل شي او عملا د سولې خبرې پیل شي. دغه راز ویل شوي چې په بله غونډه کې به د پیل نېټه معلومېږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندشکیب مستغني وايي: “دڅلور اړخیزېغونډې ګډونوال توافق کړی چې هڅه به وکړي چې د مستقيمو خبرو اترو له پاره نېټه وټاکي، د حکومت او طالبانو له با صلاحیته استازو سره به خبرې وکړي ترڅو د فبروری د میاشتې تر پایه د سولې مستقیمې خبرېا ترې پیل کړي او تمه کېږي چې دا خبرې اترې به د فبروري په میاشت کې ترسره شي.”

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز ویلي چې په دې پړاو کې مجموعي هڅې باید په دې راټولې شي چې د وسله والو طالبانو ټولې ډلې خبرو ته کېنول شي. سیاسي کارپوهان د پاکستان صداقت او د افغانستان د سولې پروسې ته د شک په سترګه ګوري.

سیاسي کارپوه هارون میر وايي: “موږ د سولې په راوستلو کې پاکستان ته اړتیا لرو اوس هم خوشبیني شته خو د تېرو ترخو تجربو له امله چې له پاکستان سره يې لرو لا هم اندېښنه لرو او سل په سلو کې پرپاکستان باوري نه یو خو بیا هم دا ځل یو مثبت ګام دی او کولای شي چې د خبرو اترو له پاره د اعتماد فضا را منځته شي.”

سیاسي کارپوه انتظار خادم وايي: “چین دې د خپلو اقتصادي ګټو او امریکا دې د خپل حیثیت د تضمین له پاره پر پاکستان فشار واچوي امریکا او چین په دغه څلور اړخیزو خبرو اترو کې د تضمین له حالته اجباري او هغه حالت چې پر پاکستان فشار واچوي بیا د افغانستان له پاره د سولې شونتيا ليدل کېږي.”

د افغانستان د سولې له پاره لومړۍ څلور اړخیزه هم په اسلام آباد کې وشوه چې ورپسې کابل د دویمې غونډې کوربه و. ټاکل شوې چې د څلور اړخیزې ډلېڅلورمه غونډه به د کب په څلورمه په کابل کې جوړه شي.

خبريال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version