سیمه ییز خبرونه
له وسله والو مخالفينو سره د خبرو پروگرامونه يو اړخيز او مبهم دي
مشرانو جرگه د سولې پربهير د نيوكې ترڅنگ وايي، چې:
د دولت وسله وال مخالفين د دغه بهير په اړه بې پروا دي.
د مشرانو جرگې يو شمېرغړي د سولې عالي شورا په هڅو د پاكستان له بند څخه د نهه طالب بنديانو خوشې كول، د وسله والو مخالفينو د نوكرۍ په معنا بولي.
د پاكستان له بند څخه د نهه طالبانو خوشې كيدل او له هغې څخه د افغانستان د سولې عالي شورا تود هركلى د مشرانو جرگې يو لړغبرگونونه راپارولي دي.
د مشرانو جرگې غړيو عبدالقيوم حقيون، نجيبه حسيني او داود حساس په فراه ولايت كې د سړك غاړې ماين چاودنې له كبله د ۱۷ ملكي كسانو وژنه وغندله او وايي، چې:
وسله وال مخالفين نه يوازې د سولې بهير په وړاندې بې پروا دي، بلكې په وړاندې يې په پرله پسې توگه د خونړيو بريدونو په ترسره كولو خپل دريځ څرگند كړى دى.
د مشرانو جرگې لومړى مرستيال محمد علم ايزدياروايي:
افغان دولت له تېرو څو كلونو راهيسې په دې هڅه كې دى، چې وسله وال مخالفين د خبرواترو د ميز تر شا راولي، د سولې عالي شورا د همدې بهيرد برياليتوب په برخه كې څو ورځې وړاندې پاكستان ته يو سفرهم درلود، خو اوس د مشرانو جرگه دا بهير يو اړخيز او مبهم بولي.
لدې هرڅه سره، د سولې عالي شورا د پاكستان له بند څخه د نهه طالبانو خوشې كيدل د سولې بهير د پياوړتيا په برخه كې گټور بولي. دغه بنسټ خو دا اعلام هم كړى، چې خوشې شوي طالبان كولى شي په هېواد كې دننه يا بهر د خپل برخليك او استوگنې په اړوند پرېكړه وكړي.