1393ټاكنې

له ولسمشريزو ټاكنو څخه د بشپړې څارنې هوكړه ليك لاسليك شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د را روانو ولسمشريزو ټاكنو له بهير څخه د بشپړې څارنې د همغږۍ په موخه پېنځه بنسټونو هوكړه ليك لاسليك كړ.

د دې بنسټونو د مشرانو په وينا، بشپړه څارنه به د رڼو او عادلانه ټاكنو له ترسره كيدو سره مرسته وكړي.

د تيفا رييس نعيم ايوبي وايي:

د ټاكنو د څارنې لپاره د فيفا، تيفا، د افغانستان د ملي مشاركت بنسټ، د افغانستان د ملي او ټولنيزې موسسې او د خط نو مدنې ټولنې ترمنځ داسې هوكړه ليك لاسليك شو، چې له مخې به يي، له را روانو ټاكنو د څارنې په برخه كې همغږي را منځته كوي.

نوموړى له تېرو ټاكنو ناخوښ بريښي او زياتوي، چې دا ځل به په را روانو ټاكنو كې درغلي ونه شي.

د افغانستان د ملي مشاركت رييس فهيم صادق وايي هڅه به وكړي، چې د ټاكنو په ورځ ستونزې او موندنې سره شريكې كړي.

ويل كيږي، چې دې پېنځه بنسټونو د ټاكنو د څارنې لپاره نږدې شل زره څارونكي پر دندو گمارلي دي.

Trending

Exit mobile version