سیمه ییز خبرونه
له ټاكنو پرته د واك د سياسي لېږد بله هېڅ لاره نشته
د افغانستان د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، په ټاكل شوي وخت له ټاكنو پرته د واك د سياسي لېږد بله هېڅ لاره نشته. د ټاكنو د خپلواك كميسيون دارالانشا وايي، د ټاكنو د ترسره كېدو په موخه هر ډول چمتو والى نيول شوى، خو د امنيت نشتوالى لا تر اوسه هم په دې برخه کې لوى خنډ دى.
د ټاكنو د نېټې په رانيژدې كېدو سره د سياسي ټلوالو جوړولو، د ټاكنو په روڼتيا شك زور اخيستى او نا امنۍ او له ۲۰۱۴ كال د ګډوډيو آوازو خلك وېرولي دي.
له دې ټولو اندېښنو سره سره به آيا د افغانستان د ولسشمرۍ ټاكنې په ټاكلي وخت وشي؟
د ټاكنو د خپلواك كميسيون د دارالانشا مشر ضيا الحق ا مرخېل وايي:
د ټاكنو ترسره كېدل حتمي دي ځكه، چې له اوسنيو ستونزو څخه وتل او نسبي ثبات د ټاكنو په نه كېدو كې ناشوني دي.
د هرې ورځې په تېرېدو سره د تاوتريخوالي زياتوالي د افغانستان د راتلونكو ټاكنو د ترسره كېدو په اړه پوښتنې زياتې كړې دي، د ټاكنو خپلواك كميسيون څوارلس مياشتې مخكې د اوو زرو مركزونو لړليك امنيتي ارګانونو ته سپارلى، خو تراوسه هم امنيتي ارګانونو د دغو مركزونو د امنيت د ټينګښت په اړه لازم اقدام نه دي كړي.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون دارالانشا رئیس همدارنګه زیاتوي، چې كه د راى وركولو په مركزونو كې لازم امنيت ټينګ نه شي راتلونكې ټاكنې به رڼې نه وې.
دا په داسې حال كې ده، چې د ولسشمرۍ د ټاكنو لپاره د نوماندانو د نوم ليكنې لپاره چمتو والى نيول شوى دى.
په پام كې ده، چې د ټاكنو كميسيون تر راتلونكو ۱۵ ورځو پورې د ولسشمرۍ د راتلونكو ټاكنو د نوماندانو نومونه مشخص او له هغه وروسته د ټاكنيز كمپاينونو لړۍ په ټول هېواد كې پېل شي.