نړۍ
له ټرمپ سره له ناندریزې ناستې وروسته زیلینسکي د انګلیستان له تود هرکلی سره مخ شو
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د شنبې پر ورځ له زیلینسکي او ټرمپ سره خبرې وکړې او د جمعې د ورځې له ناندرې وروسته یې په یوه مرکه کې له داواړو لوریو د زغم غوښتنه وکړه.
د اوکراین ولسمشر زیلینسکي په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره له ناندریزې ناستې وروسته د شنبې پر ورځ بریټانیا ته ولاړ او د دې هېواد د لومړي وزیر کییر سټارمر له تود هرکلی او ملاتړ سره مخ شو.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د شنبې پر ورځ له زیلینسکي او ټرمپ سره خبرې وکړې او د جمعې د ورځې له ناندرې وروسته یې په یوه مرکه کې له داواړو لوریو د زغم غوښتنه وکړه.
د بریټانیا له لومړي وزیر سټارمر سره د زیلېنسکي ناسته د اروپایي مشرانو له سرمشریزې مخکې تر سره شوه؛ ځکه، چې نوموړی به د یکشنبې پر ورځ د اوکراین د سولې پلان په اړه په دې کې ناسته کې خبرې وکړي.
دغه راز مخکې له دې، چې زیلینسکي له سټارمر سره وګوري؛ په «ډاونینګ سړک» کې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو.
سټارمر زېلېنسکي ته وویل: «هیله ده، چې په سړکونو کې مو د خلکو تود هرکلی لیدلی وي؛ دا د خوښیو څرګندنې د بریټانیا د خلکو ملاټړ ښیي. د بریټانیا خلک او مونږ درسره ولاړ یوو».
سټارمر زیلینسکي ته دا ډاډ هم ورکړ؛ مونږ به تر هغې، چې اړتیا وي له تاسې او اوکراین بشپړ ملاتړ کوو او تر څنګ مو دریږو”.
زیلینسکي د شنبې پر ورځ ویلي، چې له سټارمر سره یې د اوکراین د دریځ د پیاوړتیا او د باور وړ امنیتي تضمینونو ترلاسه کولو په اړه ” اړینې او تودې” خبرې او بحث کړې دی.
زیلینسکي د ټیلیګرام په اپلیکیشن کې ولیکل: ” زمونږ د خبرو اترو په بهیر کې له ننګونو سره د اوکراین او ټولې اروپا د مخامخکېدا د ننګونو، همغږۍ او د اوکراین د دریځ د پیاوړتیا لپاره د کوټلو ګامونو او د باوري امنیتي تضمینونو او په عادلانه ډول د جګړې د پای ته رسولو په اړه بحث وکړ.”