تازه خبرونه

له ټولو هېوادونو سره اړیکې لرو او تر منځ مو د باور فضا رامنځته شوې – ذبیح الله مجاهد

د ذبیح الله مجاهد وایي: د دوحې د درېیمې غونډې ګډونوال د افغانستان د پرمختګ په اړه د معلوماتو له اورېدو حیران شول او د اسلامي امارت لاسته راوړنې یې ومنلې. خصوصي سکتور او له نشه يي توکو سره مبارزه د اسلامي امارت لپاره دوه مهم مسایل دي، چې د دوحې په غونډه کې پرې بحث شوی. د اسلامي امارت پلاوي دغه راز د ټولو بندیزونو، پر خصوصي سکټور د محدودیتونو د لرې کولو او د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ پر ازدولو ټینګار کړی دی.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱۴, ۱۴۰۳

د اسلامي امارت ویاند او د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغان پلاوي رییس ذبیح الله مجاهد د چنګاښ پر دیارلسمه یوې خبري ناستې ته ويلي، چې افغانستان له انزوا راوتلی او له ټولو هېوادونو سره مو د باور فضا رامنځته شوې ده.

د اسلامي امارت پلاوي د افغانستان په اړه له ناستې هېواد ته راستون شو او د دوحې درېیمه غونډه بریالۍ بولي.

نوموړی وايي؛ د دوحې غونډه د دوی له هیلو سره سمه ترسره شوه او د افغانستان په اړه د هېوادونو لید لوری مثبت و.

مجاهد ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت پلاوي په دې غونډه کې وکولی شول، چې د افغانستان د چارسمبالي حکومت او خلکو غوښتنې نړیوالو ته ورسوي او وښيي، چې افغانستان په انزوا کې ندی او د اعتماد فضا رامنځته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس افغانستان له ټولو هېوادونو سره اړیکې لري او دا اړیکې په سمه توګه مدیریت شوي دي.

هغه ویلي: د هېوادونو استازو په افغانستان کې پرمختګونه ومنل او پر خصوصي سکټور د بندیزونو پر لرې کولو او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې یې د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو راوڅرخېدل.

د ذبیح الله مجاهد وایي: د دوحې د درېیمې غونډې ګډونوال د افغانستان د پرمختګ په اړه د معلوماتو له اورېدو حیران شول او د اسلامي امارت لاسته راوړنې یې ومنلې. خصوصي سکتور او له نشه يي توکو سره مبارزه د اسلامي امارت لپاره دوه مهم مسایل دي، چې د دوحې په غونډه کې پرې بحث شوی. د اسلامي امارت پلاوي دغه راز د ټولو بندیزونو، پر خصوصي سکټور د محدودیتونو د لرې کولو او د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ پر ازدولو ټینګار کړی دی.

مجاهد وايي؛ اسلامي امارت نه غواړي، چې افغانستان یو ځل بیا د سترو قدرتونو د سیالۍ ډګر وګرځي.

ویل کیږي، چې د اسلامي امارت پلاوي د غونډې په څنډه کې د هېوادونو له ځانګړیو استازو سره ۲۴ دوه اړخیزې او څو اړخیزې غونډې کړي او ټینګار شوی، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو او تعامل غوښتونکی دی.

اړوند خبرونه: 

د دوحې د مدني ټولنې په غونډه کې مو د ټولو هېوادونو پر ګډون ټینګار نشو کولی – ملګري ملتونه

ډېري هېوادونه له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ اراده لري – ذبیح الله مجاهد

Trending

Exit mobile version