تازه خبرونه

له ټولګډون حکومته ډډه کول به افغانستان بیا ناامنه کړي – ایران

Published

on

(Last Updated On: کب ۴, ۱۴۰۰)

د ایران ولسمشر قطر ته د سفر پر مهال ویلي، په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت له جوړیدو ډډه کول به دې هېواد ته بیا ناامني راولي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي له قطري چارواکو سره په خبرو کې ویلي؛ د افغانستان ګاونډ او د سیمې هېوادونه باید د افغانستان له ټولو توکمیزو او سیاسي ډلو سره مرسته وکړي، چې په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړ کړي!

ابراهیم رییسي له نوي افغان حکومت غوښتي، چې یو جامع حکومت جوړ کړي. کنه په افغانستان کې به ناامني پراخه شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ويلي، مسکو په افغانستان کې د یوه مشارکتي حکومت د جوړولو پلوي دی، چې ټول افغان سیاسي لوبغاړي په کې حضور ولري!

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل بوګدانوف ویلي: داسې هیڅ خبره نشته، چې د روسیې لخوا د نوی افغان حکومت پر رسمیت پېژندلو موضوع دې مطرح کړي. مسکو په افغانستان کې د ټولو سترو سیاسي ډلو په ګډون د یوه مشارکتي مشرتابه پلوي دی او ترې ملاتړ کوي.

اسلامي امارت د یاند مرستیال بلال کریمي ویلي؛ اوسنی حکومت ټولګډونه دی او په خپل جوړښت کې د افغانستان د نورو قومونو او پاټکیو استازي لري او په سرپرسته کابینه کې د اصلاحات رامنځته شي.

اسلامي امارت ټینګار کړی، چې په اوسني حکومت کې پرته له هغو، چې له هېواده وتلي او یا یې له کار کولو ډډه کړې؛ نورو ټولو خپل کارونه روان ساتلي او له خپلو اړوند حقونو برخمن شوي دي.

نړیواله ټولنه وايي، چې په نوي افغان حکومت کې باید د افغانستان ټولو قومي او سیاسي ډلو ته پراخه برخه ورکړ شي او دولت باید د ښځو او نجونو د کار او زدکړې پر یقیني کولو سربېره په اغېزمنه توګه له ترهګرۍ سره مبارزه او بشري حقونو ته درناوی وکړي.

Trending

Exit mobile version