تازه خبرونه

له ټولې نړۍ سره سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړو- د اسلامي امارت رهبر

Published

on

د لوی اختر په درشل کې د افغانستان اسلامي امارت رهبر شیخ هبة الله اخوندزاده په خپل اختریز پیغام ویلي، چې لنډمهالي حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو ټینګولو غوښتونکی دی.

نوموړي په دې اړه ویلی: اسلامي امارت له ټولې نړۍ او په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو سره د شریعت په چوکاټ کې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې یې خپل مسوولیت ترسره کړی دی.

د اسلامي امارت مشر له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې د اسلامي نظام ساتنه او خدمت وکړي.

د پیغام په یوه برخه کې راغلي، چې واک ته له رسېدو وروسته اسلامي امارت د ټولو افغانانو امنیت او حقوق خوندي مړي، اسلامي شریعت پلی دی او د هېواد له خاورې ساتنه کیږي.

نوموړي په دې اختریز پیغام کې د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو، لیسو او پوهنتونونو د پرانستې په اړه څه ندي ویلي؛ خو د ديني مدرسو د پراختيا په برخه کې د لازمو تدابير له نيولو ډاډ څرګند کړې دی.

دغه راز نوموړي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې د سیلابونو له کبله د اوښتو زیانونو په اړه خواخوږي څرګنده کړې ده.

همدا راز د اسلامي امارت رهبري پلاوي د هېواد له سوداګرو وغوښتل، چې له زیانمنو شویو سره له هر ډول همکارۍ او مرستې څخه ډډه ونکړي.

Trending

Exit mobile version