سیمه ییز خبرونه
له پاكستان سره په ترانزيټي تړون كې ملي گټو ته پاملرنه نه ده شوې
په كابل كې يو شمېر ملي سوداگر وايي:
د افغانسان د ماليې او سوداگرۍ وزيران بايد له پاكستان سره په ترانزيټي تړون كې د افغانستان ملي گټو ته د نه پاملرنې له امله محاكمه شي.
د غوښې او هگيو يو شمېر واردوونكي وايي، چې:
د اپتا په تړون كې شتو ستونزو ته د نه پاملرنې له كبله سوداگرو اتيا سلنه زيان ليدلى دى.
د افغانستان سوداگرۍ او ماليې وزارتونو د يوشمېر سوداگريزو توكو د معافيت پرېكړه د ملي گټو خلاف گڼلې ده.
له هغې وروسته، چې د پاكستان د دوه گونې سياست له كبله د افغان سوداگرو سوداگريز توكي شاوخوا درې مياشتې د پاكستان په بندرنو كې پاته شول؛ د ولسمشر د دوه يم مرستيال په مشرۍ د حكومت اقتصادي شورا پرېكړه وكړه، چې يو شمېر سوداگريز توكې دې د گمرك له محصول څخه معاف شي.
د ماليې وزارت وياند وحيد الله توحيدي وايي:
د افغانستان ماليې وزارت اقتصاد ي شورا دغه پرېكړه د افغانستان د ملي گټو خلاف بللې.
د سوداگرۍ وزارت وياند وحيد الله غازي خېل وايي:
د حكومت د اقتصاد ي شورا دغه پرېكړه به په هيڅ ډول پلې نه شي.
د غوښې او هگيو يو شمېر واردونكي وايي:
دا، چې د غوښو او هگيو د ساتلو وړتيا نه لرو؛ نو سوداگريز توكي مو ژر خرابيږي، اړ يو، چې گمركي محصول وركړو.
دوى وايي، چې:
د حكومتي چارواكو د بې پر وايۍ پر لامل د سوداگرو اتيا سلنه شتمني له منځه تللې ده.
دا لومړۍ ځل نه دى، چې پاكستان په بېلابېلو بهانو د افغان سوداگرو سوداگريز توكي په دغه هېواد كې بندوي. له دې وړاندې پاكستانيو پوځيانو له دغه هېواد څخه د بهرنيو ځواكونو د اكمالاتي توكو د مخنيوي په بهانه د افغان سوداگرو شپږ زره كانتينره سوداگريز توكي په مياشتو مياشتو درولي ول.