تازه خبرونه

له پاكستان سره پېنځه ميليارد دالرو ته د سوداگرۍ رسول د افغانستان په گټه نه دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان- پاكستان د گډ اقتصادي كميسيون په نهمه ناسته كې، چې د يكشنبې او دوشنبې په ورځو(د كب۵-۴) د دواړو هېوادونو د ماليې د وزيرانو په مشرۍ په كابل كې جوړه شوې وه؛ هوكړه شوې، چې د دواړو هېوادونو تر منځ به د سوداگرۍ كچه له دوه اعشاريه پېنځه ميليارد دالرو څخه پېنځه ميليارد دالرو ته ورسيږي.

د سوداگرۍ او صنايعو خونې د مديره پلاوي مرستيال خان جان الكوزى وايي:

دا زياتوالى د افغانستان په گټه نه، بلكې د پاكستان په گټه دى.

د هغه په وينا، پاكستان د افغانستان په اقتصادي مسايلو كې سياسي چلند كوي.

دا په داسې حال كې ده، چې د پاكستان له لارې د افغانستان واردات په روان كال كې د هغه هېواد د سخت گيريو له كبله په سلو كې ۴۶ لږ شوي دي.

Trending

Exit mobile version