تکنالوزی
له پاپجي لوبې اغېزمن ځوان د خپلې کورنۍ ټول غړي وژلي دي
(Last Updated On: سلواغه ۱۰, ۱۴۰۰)
پاکستانيو رسنیو خبر ورکړی، چې له پاپجي لوبې اغېزمن یو ځوان خپله مور، ورور او دوه خویندې پر ډزو وژلي دي.
د راپورونو له مخې؛ یوه روغتیايي کارکوونکې ناهید مبارک تېره اوونۍ په لاهور کې له خپلو دوه لوڼو او یو زوی سره ووژل شوه.
پولیسو په ډاګه کړې، چې د کورنۍ یو ۱۴ کلن غړی وژل شوی دی.
پولیسو زیاته کړې، چې پر پاپجي لوبو روږدي زوی د خپلې مور، خور او وروڼو پر وژلو اعتراف کړی دی.
د پاکستان پولیسو له دې مخکې هم له پاپجي لوبو څخه د ډېرو اغېزمنو کسانو له تاوتریخوالي او قتلونو خبر ورکړی دی.