نړۍ
له پاکستانیو پوځیانو سره اوربند پای ته رسېدلی –تي تي پي
د پاکستانيو طالبانو تحریک له حکومتي پوځ سره اوربند پای ته ورساوه او خپلو جنګیالیو ته یې د بریدونو سپارښتنه کړې ده.
کابل ته د لوړ پوړي پاکستاني پلاوي د سفر پر مهال د پاکستان طالبانو تحریک اعلان وکړ، چې له حکومتي ځواکونو سره یې اوربند پای ته رسولی او خپل بریدونه بیا پیلوي.
د پاکستانيو طالبانو تحریک په یوه بیان کې له خپلو ټولو قومندانانو غوښتي، چې پر پاکستانيو پوځيانو بریدونه بیا پیل کړي.
پوځي شنونکی اسدالله ندیم په دې باور دي، چې د پاکستانيو طالبانو تحریک دومره فعال ندی، چې د دغه هېواد پوځ وننګوي.
نوموړي زیاته کړې، چې په پاکستان کې بې ثباتي د افغانستان پر امنیت او په ځانګړي توګه د سرحدي سیمو پر امنیت بده اغېزه کولی شي.
دغه راز سیاسي شنونکي صمد کارمند ويلي، چې په سیمه او په ځانګړي توګه د پاکستان په قبایلي سیمو کې بې ثباتي د افغانستان په زیان ده او د پولو امنیت له ستونزو سره مخ کوي.
پاکستان په وار وار په افغانستان کې د پاکستانيو طالبانو د تحریک د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې..
اسلامي امارت ويلي؛ په افغانستان کې د هیڅ دولت وسلوالې ډلې فعالې ندي، حکومت د دوحې د هوکړې له مخې هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکاروي.