لوبی

له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د سیالیو لپاره افغان لوبډله غوره شوه

دا سیالۍ، چې د اماراتو کرکټ بورډ تنظیم کړې؛ هره لوبډله به دوه – دوه لوبې به وکړي؛ دوه غوره لوبډلې به د سپټمبر پر اوومه پایلوبې ته ورسیږي.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان، پاکستان او کوربه هېواد متحده عربي اماراتو د درې اړخیزو ۲۰ اوریزه نړیوالو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه، چې سبا (جمعه د وږي اوومه / د اګست نهه‌ویشتمه) پیل او  د وږي تر شپاړلسمې / د سپټمبر تر اوومې به په شارجه لوبغالي کې پای ته ورسیږي.

دا سیالۍ، چې د اماراتو کرکټ بورډ تنظیم کړې؛ هره لوبډله دوه – دوه لوبې کوي؛ دوه غوره لوبډلې به د وږي پر شپاړلسمه / د سپټمبر پر اوومه پایلوبې ته ورسیږي.

دا درې اړخیز لوبلړ د ۲۰۲۵ کال د آسیا جام له پیل څخه مخکې په پام کې نیول شوی، چې د وږي پر اته‌لسمه / د سپټمبر پر نهمه په متحده عربي اماراتو کې پیل کیږي او د درې واړو لوبډلو لپاره د دوی د چمتووالي او سټراټیژیو د ښه کولو لپاره یو اړین فرصت دی.

د افغانستان لوبډله، چې د لوبډلمشر راشد خان پر مشرۍ جوړه شوې؛ د تجربه لرونکو لوبغاړو او راڅرګندېدونکو استعدادونو یو بشپړ جوړښت دی.

د لوبډلې بشپړ نوملړ دا دی:

راشد خان (لوبډلمشر) رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق‌الله اتل، درویش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد اسحاق، ګلبدین نایب، محمد نبي،کریم جنت، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، الله محمد غضنفر، عبدالله احمدزی، فرید ملک او فضل الحق فاروقي

Trending

Exit mobile version