تازه خبرونه

له پاکستان سره د سرحدي تاوتریخوالو د مخنیوي لپاره ګډه کمیته جوړه شوې – مجاهد

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲, ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، له پاکستان سره د سرحدي شخړو د مخنيوي لپاره یوه ګډه جرګه ګۍ یا کمیته کار کوي.

ذبیح الله مجاهد د سې شنبې پر ورځ د ( لیندۍ لومړۍ ) ویلي، چې اسلامي امارت له ګاونډ هېوادونو سره د سرحدي شخړو مخالف دی.

نوموړي زیاته کړې: د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې له هیڅ ګاونډ هېواد سره ښکېل نشي. د افغانستان خلک په دې وروستیو کې سولې ته رسېدلي دي. مونږ نه غواړو د خلکو سوله ګډوډه کړو. په عین حال کې مونږ غواړو د خپلو سرحدونو او خاورې ساتنه وکړو.

د راپورونو له مخې؛ په پکتیا کې سرحدي شخړه درې ورځې مخکې د کُرم اجنسۍ د سیمه ییزو اوسیدونکیو لخوا پیل شوې وه او بیا د اسلامي امارت د ځواکونو او د پاکستان د پوځ تر منځ نښته شوې ده.

د کُرم اجنسۍ سیمه ییز اوسېدونکي ادعا کوي، چې د دیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزن تار له لګولو وروسته د دوی سلګونه هکتاره ځمکه افغان لوري ته پاتې ده.

د افغانستان اسلامي امارت ځواکونو دوی ته ویلي، چې دا ځمکه د کرم اجنسۍ د خلکو په واک کې نده.

د دغې ستونزې د وارۍ لپاره د دواړو لوریو پلاويو سره کتلي؛ خو تر اوسه کومې هوکړې ته رسېدلي ندي.

یو شمېر رسنیو خبر ورکړی، چې د ملي دفاع وزارت مرستیال ملا فضل مظلوم له دغې نښتې وروسته ډنډ پټان ته سفر کړی؛ خو تر اوسه دا نده په ډاګه شوې، چې آیا نوموړی د دواړو لوریو په غونډه کې ګډون کړی او که نه.

د نوې جګړې له پیل راپدیخوا د “خرلاس” دروازه، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ عمده لار بلل کېږي؛ تړل شوې ده.

دا نښته په ډنډ پټان کې په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د سپین بولدک – چمن پر لویه لار یوه بله شخړه د دې لارې د تړل کېدو لامل شوې وه؛ خو بیا د دوشنبې پر ورځ له دوه اړخیزو خبرو وروسته تړل شوې لار بېرته پرانیستل شوه.

Trending

Exit mobile version