تازه خبرونه

له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه څلوېښت سلنه کمه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

رویترز آژانس خبر ورکړی، چې افغان حکومت له پاکستان سره سوداگریز هوکړه لیکونه ځنډولي. نوموړي آژانس که څه هم په دې اړه زیات تفصیلات نه دي ورکړي؛ خو وایي، د دې پرېکړې یو علت د دواړو هېوادونو په اړیکو کې وروستۍ ترینگلتیا ده.

د سوداگرۍ او صنایعو وزارت دغه رپوت بې بنسټه بولي او وایي، له پاکستان سره ټول سوداگریز هوکړه لیکونه پخپل ځای دي.

وزارت وایی، د سوداگریزو راکړو ورکړو د ښه تنظیم له پاره په لیکلې بڼه یو لړ غوښتنې شوي، چې پاکستان یې تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.

د سوداگرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي، له پاکستاني حکومت څخه مو غوښتي، چې د افغانستان باروړونکي موتر باید د پاکستان د گوادر عطارد له بندر څخه جنوبي آسیا ته مالونه واستوي او په سوداگریزو ضمانت لیکونو کې آسانتیاوې را منځته شي.

د سوداگرۍ او صنایعو خونه د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداگریزه راکړه ورکړه د تېرو کلونو په پرتله څلویښت سلنه کمه بولي.

د سوداگرۍ او صنایعو خونې ویاند هاشم رسولي وایي، په افغانستان کې پاکستاني مالونو ته تقاضا ټیټه شوې او له پاکستان پرته نورو گاونډ هېوادونو افغان سوداگرو ته په بې مخینې توگه آسانتیاوې برابرې کړي، چې دا پخپله د دې سبب شوي، چې افغان سوداگر د پاکستان په ځای دغو هېوادونو ته مخه کړي.

له پاکستان سره سوداگریزه راکړه ورکړه په داسې حال کې کمیږي، چې دواړو هېوادونو پاکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني د وروستي سفر په لړ کې هوکړه کړې وه، چې کلنۍ سوداگریزه راکړه ورکړه به تر دوه زره اوولسم کال پورې له یو اعشاریه شپږ میلیارد دالرو څخه پېنځه میلیارد دالرو ته لوړه کړي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version