تازه خبرونه
له پاکستان څخه تر دې دمه ۴۵۰ زره مهاجر ستانه شوي – اصف علي دراني
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د چارشنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۱۵) ویلي، چې د نومبر له لومړۍ نېټې راپدیخوا شاوخوا ۴۵۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
اصف علي دراني د مهاجرینو د جبري اخراج د بهیر پر روان ساتلو ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د نړیوالو انتقادونه هم رد کړي او څرګندوي، چې د نړۍ هېوادونه تل هغه کسان کسان او وګړي اوباسي، چې د مهاجرت له قوانینو سرغړونه کوي.
نوموړي ويلي؛ هغه افغان وګړي، چې د کډوالۍ له دریځه برخمن نهدي او هغه کسان، چې ستانه شوي پوهیږي، چې په پاکستان کې ناقانونه اوسېدل.
اصف درانی زیاته کړې، چې د پاکستان په ناامنیو کې افغانان ښکېل دی او د تحریک طالبان پاکستان حضور د افغانستان پر خاوره د دوی ستره اندېښنه ده.
له دې مخکې د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړی وزیر ويلي وه، پاکستان له دې وړاندې هم اوسني افغان حکومت ته د غیر قانوني او بې اسنادو مهاجرو د جبري ایستلو خبرداری ورکړی و.
انوارالحق کاکړ ویلي، هغه افغان کډوال، چې په پاکستان کې سوداګریز فعالیتونه لري او له اسنادو پرته اوسېږي؛ کولی شي د ویزې له ترلاسه کولو وروسته بېرته پاکستان ته راستانه شي.
کاکړ د تحریک طالبان پاکستان مسلې ته په نغوته( اشاره) کې ویلي، چې په دې برخه کې د پاکستان تګلاره روښانه ده او له دې ډلې سره به تر وروستۍ کچې جګړه کوي او د افغانستان له ارسمبالي حکومت سره یې هم رسمي خبرې نهدي کړي.
نوموړي ادعا کړې، چې د پخوانيو افغان ځواکونو پاتې وسلې او پوځي تجهيزات په تور بازار کې پلورل شوي دي.
اسلامي امارت په ځلونو دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، چې افغانستان په پاکستان کې د امنیت د تامین مسوولیت نهلري او پاکستان باید د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان وانهچوي.
د ملګرو ملتونو يو شمېر خبريالانو او څېړونکو اندېښنه ښودلې، چې له پاکستان څخه جبري ايستل کېداى شي افغان کډوال له بشري حقونو څخه د سرغړونو او ان د انساني قاچاق له خطر سره مخ کړي.
