تازه خبرونه
له پاکستان څخه راستنېدونکیو سوداګرو او پانګوالو ته د ځمکو د وېش هڅې پيل شوې – چارواکي
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د مهاجر سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو کمیتې له مسوولینو او غړیو سره وکتل.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو د کمیتې مشر نورالدین عزیزي د ریاست الوزراء د دفتر له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي، چې دغه کمیته له پاکستان څخه د راستنیدونکیو سوداګرو او پانګوالو ته د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره د ځمکې د وېشلو په لټه کې ده.
نورالدین عزیزي زیاته کړې؛ دغه کمیته د صنعتي پارکونو د رامنځته کولو لپاره بېرته راستنېدونکیو سوداګرو او پانګوالو ته د ځمکو د وېش په لټه کې ده او دغه راز د دوی د هڅولو لپاره ځینې مالیاتي او تشویقي موارد هم په پام کې نیول شوي دي.
په دې کتنه کې نورالدین عزیزي ویلي؛ د دې کمیتې غړي له هېواده بهر افغان سوداګرو او صنعتکارانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره له نورو ټولو کمیتو سره همغږې هڅې کوي، چې افغان سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد په دې اړه څرګنده کړې: د دې کمیتې موخه د صنعتي پارکونو جوړول او راستنېدونکیو سوداګرو او پانګوالو ته د ځمکې وېشل دي او دې کمیتې د هغوی د هڅونې لپاره د مالیاتو معافیت هم په پام کې نیولی دی.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي؛ لازمه ده، چې د دې کمیتې غړي د بېرته راستنېدونکیو کډوالو په ځانګړي توګه د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو د حل لپاره خپلې ټولې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ترسره کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړې؛ د اسلامي امارت رهبري سوداګرو او پانګوالو ته د هر ډول اسانتیاوو برابرولو لپاره په بهر کې له میشتو افغان سوداګرو او پانګوالو غواړي، چې د هېواد په آبادۍ او پر مختګ کې له هېوادوالو سره ګډه ونډه واخلي.
د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ کله، چې د افغان پانګوالو پیسې له پاکستان څخه هېواد ته راانتقال شي د هېواد د اقتصاد په وده کې به مهم رول ولوبوي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
نړۍ5 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی5 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما

