تازه خبرونه

له پاکستان څخه راستنېدونکیو سوداګرو او پانګوالو ته د ځمکو د وېش هڅې پيل شوې – چارواکي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۲, ۱۴۰۲)

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د مهاجر سوداګرو او صنعت‌کارانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو کمیتې له مسوولینو او غړیو سره وکتل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو د کمیتې مشر نورالدین عزیزي د ریاست الوزراء د دفتر له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي، چې دغه کمیته له پاکستان څخه د راستنیدونکیو سوداګرو او پانګوالو ته د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره د ځمکې د وېشلو په لټه کې ده.

نورالدین عزیزي زیاته کړې؛ دغه کمیته د صنعتي پارکونو د رامنځته کولو لپاره بېرته راستنېدونکیو سوداګرو او پانګوالو ته د ځمکو د وېش په لټه کې ده او دغه راز د دوی د هڅولو لپاره ځینې مالیاتي او تشویقي موارد هم په پام کې نیول شوي دي.

په دې کتنه کې نورالدین عزیزي ویلي؛ د دې کمیتې غړي له هېواده بهر افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره له نورو ټولو کمیتو سره همغږې هڅې کوي، چې افغان سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد په دې اړه څرګنده کړې: د دې کمیتې موخه د صنعتي پارکونو جوړول او راستنېدونکیو سوداګرو او پانګوالو ته د ځمکې وېشل دي او دې کمیتې د هغوی د هڅونې لپاره د مالیاتو معافیت هم په پام کې نیولی دی.

​د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي؛ لازمه ده، چې د دې کمیتې غړي د بېرته راستنېدونکیو کډوالو په ځانګړي توګه د سوداګرو او صنعت‌کارانو د ستونزو د حل لپاره خپلې ټولې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ترسره کړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړې؛ د اسلامي امارت رهبري سوداګرو او پانګوالو ته د هر ډول اسانتیاوو برابرولو لپاره په بهر کې له میشتو افغان سوداګرو او پانګوالو غواړي، چې د هېواد په آبادۍ او پر مختګ کې له هېوادوالو سره ګډه ونډه واخلي.

د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ کله، چې د افغان پانګوالو پیسې له پاکستان څخه هېواد ته راانتقال شي د هېواد د اقتصاد په وده کې به مهم رول ولوبوي.

Trending

Exit mobile version