سیمه ییز خبرونه
له پاکستان څخه سلګونه افغان کډوال افغانستان ته راستانه شول
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت ويلي، چې په تېرو څو ورځو کې سلګونه افغان مهاجرین له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د غویی پر ١٥ او ١٦ په پاکستان کې میشت ٧٠٣ کډوال د کندهار ولايت د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي چارو ریاست د معلوماتو له مخې؛ ۹۴ راستنې شوې کورنۍ، چې ۶۲۵ کسان یې پخپله خوښه او ۵۱ نور یې په جبري توګه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي او د کډوالۍ د نړیوال سازمان دفترونو ته د مرستې لپاره معرفي شول.
د ناروې د کډوالو شورا (NRC) له دفتر څخه هر راستنیدونکي ته د خوراکي توکو یوه بسته هم ووېشل شوه.