تازه خبرونه

له پاکستان څخه له افغان کډوالو سره د مرستې له پاره د ملګرو ملتونو غوښتنه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ملګري ملتونه له پاکستان څخه غواړي چې په دغه هېواد کې د دوه اعشاریه پنځه میلیونه افغان کډوالو برخلیک روښانه کړي.

ملګرو ملتونو په پاکستان غږ کړی چې افغان کډوالو ته د اوسېدو کارتونه ورکړي او له وخت د تېرو کارتونو موده وغزوي. د رپوټونو له مخې پاکستان کې افغان کډوال د پولیسو له سخت او ناوړه چلند سره مخامخ دي.

افغان چارواکي وايي چې پاکستان د دوی د غوښتنو پر خلاف د افغان کډوالو د اوسېدو کارتونه یوازې د شپږو میاشتو له پاره تمدید کړي. افغان حکومت له پاکستان څخه غواړي چې د دغو کارتونو موده دوو کلونو ته وغزوي.

که څه هم یو نیم میلیون افغان کډوالو ته لنډ مهالي اسناد ورکړل شوي، خو ویل کېږي په دغه هېواد کې شااوخوا یو میلیون نور افغان کډوال هم شته چې هلته د اوسېدو اسناد نه لري. دغه کډوال د پاکستان د پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي.

افغان کډوال ګل احمد وايي: “مونږ اوس دا احساسوو چې پاکستانیان له مونږ څخه ستړي شوي. مونږ چې هر چېرې ځو درول کېږو او راته ویل کېږي چې کارتونه مو ختم دي.”

يو بل افغان کډوال شفيع الله وايي: “افغانستان زمونږ ټاټوبی دی، هر کله چې سوله راشي، مونږ به هرو مرو خپل هېواد ته ځو.”

د پاکستان د کډوالو چارو اداره وايي چې نور پاکستانی ولس افغان کډوالو ته د ځای له ورکولو ستړی شوی دی.

د پاکستان د کډوالو چارو ادارې رییس عمران زیب وايي: “د افغان کډوالو له پاره له کوربتوب څخه د سختې ستړیا احساس موجود دی. پاکستانیان نږدې څلوېښت کاله د افغان کډوالو کوربانه دي. خلک دا احساسوي چې کډوالو په اساسي امکاناتو څومره اغېز کړی دی.”

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې مسولین وايي چې دوی له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دي چې د افغان کډوالو نامعلوم برخلیک معلوم کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ مرستیال جورج اکوت وايي: “له پاکستاني چارواکو سره زمونږ د خبرو یوه موضوع دا ده چې افغان کډوال باید راجستر شي. مونږ د خبرو له بهیر څخه خوښ یو او په تمه یو چې پاکستاني کابینه په دې هکله خپله پرېکړه وکړي.”

په همدې وخت کې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت مسولین وايي چې د دوه اړخیز تفاهم له مخې باید په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده دوه کاله نوره هم وغزول شي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار وايي: “ویل کېږي چې مرستندویو هېوادونو یوازې په خیبر پښتونخوا کې له افغان کډوالو سره له دوه زره نهم میلادي کال راهیسې شااوخوا دېرش میلیونه ډالر لګولي دي.”

 

Trending

Exit mobile version