تازه خبرونه

له پاکستان څخه نږدې درې سوه افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۶, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ نږدې ۳۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېره یوه ورځ کې د ۲۹۸ کسانو په ګډون ۵۳ کډوالې کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

د کندهار ولایت د سپین بولدک د مهاجرینو چارو سرحدي آمر د څرګندونو له مخې؛ يادې کورنۍ له راستنېدو وروسته د مهاجرت نړیوالې ټولنې IOM ته ورپېژندل شوې او پر دې سر بېره هرې کورنۍ ته درې زره افغانۍ نغدې، خوراکي توکي، کمبلې او د پخلنځي وسایل ووېشل شول.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې د څرګندونو له مخې: دا مهال په پاکستان کې شاوخوا یو اعشاریه درې میلیون قانوني افغان کډوال ژوند کوي؛ خو اټکل کیږي، چې په سلګونه زره افغان کډوال هم له قانوني اسنادو پرته په پاکستان کې ژوند کوي.

Trending

Exit mobile version