تازه خبرونه
له پاکستان څخه څه باندې زر افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
د کډوالو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ ( د وږي ۹ ) څرګنده کړې، چې له پاکستان څخه څه باندې زر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، پرون (چارشنبه د وږي ۸ ) له پاکستان څخه ۱۲۶۹ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د کندهار په سپين بولدک کې د مهاجرينو چارو رياست د سرحدي لوا قومندان ويلي، ټولې ۱۹۴ کورنۍ، چې ۱۱۵۳ کسان کیږي په خپله خوښه راستانه شوي دي. پاتې نور ۱۱۶ کسان د کراچۍ له زندانونو څخه، چې د بند موده يې له درې څخه تر پېنځه میاشتو پورې وه؛ راخوشې شوي دي.
د مهاجرينو چارو ریاست د څرګندونو له مخې؛ ياد شوي کسان د مرستو او اسنادو له ثبت او وړاندې کولو وروسته د مهاجرت نړيوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ دفترونو ته ور وپېژندل شول او يو شمېر يې هغه کسان دي، چې پر بېلابېلو ناروغیو اخته ول د روغتیا نړیوالې شبکې د بنسټ او د عامه کلتور مدني رواني ناروغیو د څانګې لخوا تر وړیا درملنې لاندې ونیول شول.
