تازه خبرونه

له پاکستان څخه څه باندې څلور زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۸, ۱۴۰۲)

د مهاجرینو چارو وزارت ويلي، چې د شنبې پر ورځ (د غبرګولي ۲۷ ) د تورخم او سپین بولدک له پولو ۴ زره ۶۰۲ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.

دغه وزارت د سپین بولدک د سرحدي آمریت د څرګندونو له مخې په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ ۵۶۵ یې کورنۍ دي، چې شاوخوا درې زره کسان کېږي. دا ټول پر زور هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ يادې کورنۍ د مرستې د ترلاسه کولو لپاره د سپين بولدک په سرحدي آمریت کې له ثبت وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمیشنرۍ او د مهاجرت نړيوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شوې.

Trending

Exit mobile version